Asset 1SWN

د شهزاده سرای به له راتلونکې شنبې د اتو ورځو لپاره تړلی وي

شهزده سرای

کابل کې د شهزاده سرای د پولي خدمتونو او د صرافانو ټولنې مسوولان وايي چې د لوی اختر په مناسب به سر له شنبې، د اتو ورځو لپاره «شهزاده سرای» تړلی وي.

د یادې ټولنې له‌خوا په خپور شوي یوه مکتوب کې له خلکو غوښتنه شوې چې په یادو ورځو کې دې شهزاده سرای ته له ورتګ ډډه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خپور شوي مکتوب کې راغلي: «ټولو صرافانو او ګرانو هېواد‌والو ته خبر ورکول کېږي چې د لوی اختر د مبارکو ورځو د لا ښې لمانځنې لپاره د شنبې له ورځې چې۱۴۰۳/۳/۲۶ تر شنبې ۱۴۰۳/۴/۱ نېټې سره سمون لري، په شهزاده سرای کې عمومي رخصتي ده، ګران مراجعین او صرافان دې خبر وي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم تېره ورځ د عرفې ورځې په ګډون څلور ورځې د لوی اختر عمومي رخصتي اعلان کړه، خو یاد وزارت د عرفې او لوی اختر لومړۍ ورځ نه‌‌ده په ډاګه کړې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

شهزاده سرای د هېواد په کچه د پیسو د لېږد رالېږد او تبادلې تر ټولو ستر مرکز دی چې هره ورځ په‌کې میلیونه افغانۍ او بهرني اسعار تبادله او له ولایتونو سربېره، له هېواد بهر او له بهره هېواد ته د پیسو لېږد-رالېږد په‌کې کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام