Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیا کې پر ۸۰ اړمنو کورنیو د خیاطي وسايل ووېشل شول

FB_IMG_1738479487040

د پکتیا د کار او ټولنيزو چارو رياست مسولان وايي چې د مرکز ګردېز اړوند رباط او احمدابا ولسوالي کې ۸۰ اړمنو کورنيو باندې د خیاطي وسایلو یا کېټونه وېشلې دي.

د کار او ټولنيزو چارو رییس محمدرحيم نصرت وويل چې د خياطي یاد کېټونه د کار او ټولنيزو چارو رياست تر څار لاندې د(DAWEO)  موسسې په مالي ملاتړ اړمنو کورنیو ته وېشل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زياته کړه چې راتلونکي کې به نورو اړمنو کورنيو ته هم ورته کېټونه ووېشل شي، څو د خياطي له لارې د  خپلې کورنۍ اړتياوې پرې پوره کړي.

هغه کورنۍ چې د یاد ریاست او همکارې موسسې کېټونه یې، ترلاسه کړي، خوښي څرګندوندي او وايي، د یادو وسایلو پرمټ به د ژوند ځینې اړتیاوې پوره کړي.

د خياطي هر کېټ کې د شاوخوا ۹زره افغانيو په اندازه د خياطي بېلابېل وسایل شامل دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پکتیا کې له دې وړاندې هم پر بې‌وزله کورنیو ورته مرستې وېشل شوي چې تر ډېره یې، د یادو کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام