د ميدانوردګ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولان وایي په روان کال کې ۵۷ نوې لرغونې ابدې ثبت او راجستر کړې چې يوشمېر یې سلګونه کاله تاريخي مخينه لري.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ریيس مولوي حبیبالله مجاهد میدانښار کې خبریالانو ته وویل، په روان کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همکاري د مرکز میدانښار په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې ۵۷ لرغونې سیمې او ابدې کشف او ثبت شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مجاهد پر وينا، په يادو ثبت شویو تاريخي ابدو کې مهم زيارتونه، لويې کلاوې، جوماتونه او د کاشانيانو د وخت استوپې شاملې دي چې سلګونه کاله تاريخي مخينه لري.
هغه له ذکر شویو لرغونو آبدو څخه د کلاسپېد، زرغون بابا، غازي محمد جان خان او خدای نظر خان کلاوو يادونه وکړه چې سلګونه کاله پخوا جوړې شوې دي.

اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس زیاتوي، هڅه کوي چې د یادو ولایت لرغونې سیمې او ابدې بیاروغوي او په ولسي وګړو یې غږ وکړ چې د لرغونو سیمو او ابدو په ساتنه او پالنه کې له حکومت سره همکاري وکړي.
د ورکړل شویو مالوماتو له مخې دغه تاريخي آبدې د ميدان وردګ ولايت په نرخ، جلرېز، سیدآباد ، دايميرداد ، چک او جغتو ولسواليو کې موقعيت لري.