د لوګر محلي چارواکي وايي چې د کور او ښار جوړونې وزارت له لوري د لوګر په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د هستوګنې اووه ښارګوټي جوړېږي.
د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي سلاموطندار ته وویل، دا ښارګوټي په پلعلم ښار او ولسوالیو کې په معیاري ډول جوړېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
صدیقي زیاته کړه، هر ښارګوټی پر ۷۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي چې د یادو ښارګوټو له ډلې د دوه ښارګوټو لپاره ۱۴ سوه جریبه ځمکه هم تثبیت شوې او د پاتې ښارګوټو د ځمکو د ثبیت چارې پيل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، د ولایت مقام له لوري د دغه ولایت د کور او ښار جوړونې ریاست له په مشرۍ لس ادارو ته دنده سپارل شوې چې د یادو ښارګوټو د جوړیدو چارې پرمخ یوسي.
والي ویاند زیاتوي: «کور او ښار جوړونې وزارت لوګر کې ځکه ۷ نوي د هستوګنې ښارګوټي جوړه وي چې دغه ولایت کې د کرنیزو ځمکو د له منځه تلو مخنیوی وشي، په ښارونو کې انډول ته په پام سره پراختیا رامنځته شي او کرنیزې، سوداګریزې، صنعتي او تفریحي سیمې معلومې شي.»
هېره دې نه چې کور او ښار جوړونې وزارت په لوګر ولایت کې ۱۳ معیاري بازارونه هم جوړه وي.