د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وایي چې په تېر یوه کال کې د دغه ولایت امنیه قوميندانۍ د ماینونو شنډولو امریت له لوري په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې شاوخوا ۳۵۰ کړۍ بېلابېل ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلاموطندار ته وویل، دغه ماینونه د امنیتي ځواکونو له لوري د ولسي وګړو په همکاري په بېلابېلو سیمو کې کشف او لهمنځه وړل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
انس زیاته کړه، کشف او شنډ شوي ماینونه د تېر جمهوریت او روسانو له وخت څخه تر ځمکې لاندې پاتې چې د امنیتي ځواکونو د بېلابېلو راپورونو له مخې، کشف او خنثی شوي دي.
امنیه قومندانۍ ویاند همدارنګه وايي، د لوګر په مرکز پلعلم او ولسوالیو تر ټولو لویه ستونزه د ځمکې لاندې ماینونه او ناچاوده سرګلولي دي چې وخت ناوخت د دغه ولایت د اوسېدونکو ژوند ګواښي.
باید وویل شي چې دوه اوونۍ وړاندې هم د لوګر ولایت مرکز پل علم په «موسی کلا» سیمه کې د هوان یوې سرګلولې چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي وو او یو بل سخت ټپی شوی دی.