د پاکستان د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی وزیر وايي چې د نومبر دویمه «سبا پنجشنبه» به دغه هېواد کې د ناقانونه افغان کډوالو دایستلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي.
دغه هېواد کې افغان کډوالو ته د بېرته ستنېدو لپاره ټاکل شوې نېټه پرون سهشنبه د اکتوبر ۳۱مه پای ته ورسېده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سرفراز بوګټي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، هغه افغان کډوال چې په داوطلبانه توګه له پاکستانه د تلو هوډ لري کولای چې د نومبر تر دویمې له دغه هېواده بېرته افغانستان ته ستانه شي.
نوموړي په دې ویډيويي پیغام کې زیاته کړې چې د نومبر له دویمې به افغانستان ته د ناقانونه او بېاسنادو افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ پیل کړي.
جیوزنیوز نن چهارشنبه د نومبر لومړۍ نېټه راپور ورکړی چې په دې عملیاتو کې به یوازې هغه افغان کډوال وایستل شي چې دغه هېواد کې د اوسېدو هېڅ ډول قانوني اسناد نهلري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال پاکستان کې څه باندې څلور میلیونه افغان کډوال او پناهغوښتونکي مېشت دي چې شاوخوا ۱،۷ میلیونه یې د اوسېدو اسناد نهلري.
هغه کسان چې په خپله خوښه له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستنېږي، د کډوالو په جوړولو شویو کمپونو کې به د دغه هېواد له لوري ورسره مرسته هم وشي.
د پاکستان د کورنیو چارو چارسمبالي وزیر وویل: «موږ هڅه کوو چې دوی ته د ساتنې په مرکزونو کې د دوو-درېوو ورځو پر مهال خواړه ورکړو او نورې اسانتیاوې ورته برابرې کړو.»
افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي له امله زرګونه افغانان پاکستان ته کډوال شول چې یوشمېر زیات یې د دغه هېواد حکومت او ملګروملتونو ادارو سره ثبت دي.