د لوګر د کرېکټ امریت چارواکي وايي، دغه ولایت کې د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري د جوړو شویو کرېکټ انټرکلب سیاليو اتلولي «سمېع» لوبډلې وګټله.
یادې لوبې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې. د لوګر د کرېکټ امر بشیراحمد ساحل سلاموطندار ته ویلي چې په یادو سیالیو کې د لوګر مرکز پلعلم او ولسوالیو له ۱۸ رسمي انټرکلبونو څخه ۱۸ غوره شویو لوبډلو ګډون کړی وو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ساحل زیاته کړه چې په دغو سیالیو کې د سمېع کرېکټ لوبډلې لومړی او همت لوبډلې دویم مقام خپل کړ.
د نوموړي په وینا، د کرېکټ بورډ ادارې له لوري دغه ۵۰ اوریزې سیالۍ د ولایت په کچه د رسمي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو د موندلو لپاره جوړې شوې وې.
د لوګر د کرېکټ انټرکلب سیالیو لوبغاړي هم خوښ دي چې د کرېکټ بورډ ادارې له لوري په دغه ولایت کې رسمي سیالۍ جوړې شوې وې، خو دوي ټینګار کوي چې د کرېکټ لوبې لپاره دې دغه ولایت معیاري لوبغالی جوړ کړي.