د سالنګونو لویې لارې د ساتنې او څارنې ریاست مسوولان وايي چې د یادې لویې لارې د بیارغونې چارو پیلېدو له کبله به راتلونکې شنبه دغه لاره د هر ډول موټرو د تګراتګ پر مخ وتړل شي.
د سالنګونو لویې لارې د ساتنې او څارنې رییس عبدالحکیم اغا نن چهارشنبه د زمري یوولسمه سلاموطندار ته وویل چې دغه لویه لاره به د بیارغونې چارو د پیلېدو له امله راتلونکې شنبه د زمري ۱۴مه وتړل شي او تر نامعلومې نېټې به تړلې وي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل چې د سالنګ لویې لارې د ۸۰ کیلومټره سړک د بیارغونې چارې راتلونکې اوونۍ پیلېږي او په وینا یې، دوی اړ دي چې یاده لاره د ټرافیکو پرمخ وتړي.
د سالنګونو لویې لارې د ساتنې او څارنې رییس عبدالحکیم اغا ټينګار وکړ، هغه مسافر چې غواړي له دې لارې تګراتګ وکړي، د راتلونکې اوونۍ تر شنبې ورځې «زمري ۱۴مه» پورې وخت لري او له هغه وروسته به لاره وتړل شي.
خو د ټولګټو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ورځې به د سالنګ لویه لاره د هر ډول موټرو تګراتګ پرمخ تړلې وي او د شپې لهخوا به یوازې په نوبتي ډول له شمالي-سوېل او له سوېل شمال ته موټر پرېښودل کېږي.
که څه هم د سالنګونو د ساتنې او څارنې لویې لارې مسوولان د یادې لارې د تړلکېدو له امله د بدیلې لارې په اړه څه نهوايي، خو د بامیان غوربند دره یې بدیله لاره ګڼل کېږي.
د سالنګ لویه لاره د هېواد له مهمو او ګڼو لارو څخه شمېرل کېږي چې د هېواد نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.