د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، د سالنګ لویهلار چې تېره شپه د واورې او طوفانونو له امله د هر ډول نقلیه وسایطو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه.
هغه وویل، دغه لویهلار نن جمعه سهار ۸ بجې بیرته د مسافر وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه.
هغه وايي، که څه هم طوفان لا نه دی درېدلی، خو د هېوادوالو د ستونزو حل لپاره یوه عبوري کرښه پرانیستل شوې او د لویولارو د ساتنې او مراقبت ادارې ماشینري ټیم هڅه کوي چې دغه لار د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیزي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس ټينګار وکړ چې اوس پر دې لارې یوازې کوچنیو موټرو ته د تګراتګ اجازه ورکړې شوې او د لارې تر بشپړې پاکېدو به لوی او باروړونکي موټرو ته د تګ اجازه نهوي.
نوموړی له موټرچلوونکو غواړي چې د تګراتګ پر مهال اړوند وسایل او توکي له ځان سره ولري او د سالنګ لویې لارې مسوولانو لارښوونو او سپارښتنو ته پام وکړي.