Asset 1SWN

سلام وطندار

پر اوکراین د روسیې توغندیز بریدونه؛ ۱۲ کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

Kyiv_after_Russian_shelling,_2022-10-10_(073)

د اوکراین چارواکي وايي چې روسیې «جمعه، ډسمبر ۲۹مه» د یاد هېواد په جګړه کې تر ټولو لوی توغندیز برید کړی چې له کبله یې ۱۲ملکیان وژل شوې دي.

د چارواکو په وینا، برید د دغه هېواد پلازمېنې کېیف کې شوی چې پر مهال یې ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور یې ټپیان کړې دي. برید کې د هستوګنې کورونو د ویجاړېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کېیف ښار پوځي ادارې ویلي چې دغه کسان د ویجاړو شویو ودانیو تر خاورو او ډبرو لاندې شوي دي. د ډېنېپرو ښار چارواکو زیاته کړې چې د بریدونو له کبله د زېږون یوه څانګه زیانمنه شوې، خو د مرګ‌ژوبلې په اړه یې څه نه‌دي ویلي.

د یادو بریدونو په غبرګون کې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډېمېټرو کولیبا ویلي: «نن په میلیونونو اوکراینیانو د چاودنو په لوړ غږ له خوبه راوېش شول، کاش چې په اوکراین کې د چاودنو غږونه په ټوله نړۍ کې اورېدل شوي وای.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اوکراین کې چارواکو همداراز ویلي چې دغه توغندیز بریدونو د کېیف د بېلابېلو سیمو سربېره په نورو ښارونو کې هم شوي چې له امله یې د یاد هېواد زېربناوو ته زیان اوښتی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام