د سوېلي کوریا پوځ وايي چې د دغه هېواد دفاعي زون ته د چین او روسیې د پوځيالوتکو د الوتنې په ځواب کې یې خپلو جنګي جېټ الوتکو ته د الوتنې امر کړی دی.
پوځ ویلي چې د یادو هېوادونو پوځي الوتکو د دوی هوايي دفاعي زون کې په ناڅاپي توګه الوتنې کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د الجزیرې خبري اژانس نن «پنجشنبه، ډسمبر ۱۴مه» په یوه خپور کړي راپور کې ویل شوي چې څلور روسي او دوه چینايي الوتکې نن سهار ۱۱:۵۳ بجو څخه د ماسپښین تر ۱۲:۱۰ بجو ترمنځ د کوریا هوايي دفاع پیژندنې زون (KADIZ) ته ننوتلې دي.
په راپور کې د سوېلي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز(JCS) لهخوا په یوه بیان کې راغلي چې دغه الوتکې د جاپان سمندر له لارې د دې هېواد دفاعي زون ته ورننوتې وې.
پوځ همداراز ویلي چې دې پوځي الوتکو د سوېلي کوریا هوايي حریم نقض کړی دی.
د هوانوردۍ ملکي نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، ګادیز (ADIZ) هغه ځای دی چې معمولآ هېوادونه ښايي په یوه اړخیزه توګه له بهرنیو الوتکو وغواړي چې د ځان ورپېژندنې په اړه ځانګړي اقدامات وکړي.
پوځ زیاته کړې چې دوی ګادیز ته له ننوتلو مخکې د چین او روسیې الوتکې کشف کړي او د تاکتیکي عملیاتو لپاره یې خپلو جنګي جېټ الوتکو ته د الوتنې امر کړی دی.
مسکو د سوېلي کوریا دفاعي زون په رسمیت نهپېژني او چین بیا وايي، دا سیمه د کوم هېواد هوايي حریم نهدی او په وینا یې، ټول هېوادونه باید له ازادۍ برخمن وي.
چین او روسیه د شمالي کوریا ملګري دي او امریکا بیا له سوېلي کوریا ملاتړ کوي. امریکا تېره میاشت خبرداری ورکړی و چې د چین او روسیې پوځي اړیکې د پراختیا په حال کې دي او ګواښوونکې دي.