Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل ته د روسیې ځانګړي استازي سفر؛ د دوه اړخیزو همکاریو ژمنه شوې

۵۶۵۴۶۶۵۴۶

د سرپرست حکومت د بهرنیوچارو وزارت په یوې خبرپاڼه ویلي، متقي د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي او په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر بېلابېلو موضوعاتو د خبرو ترڅنګ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار هم شوی دی.

ضمیر کابلوف په دې کتنه کې ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به له روسیې څخه یو پلاوی کابل ته راشي او د اسلامي امارت له چارواکو سره به د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستییال ضیا احمد تکل وایي: «ضمیر کابلوف زیاته کړې چې نږدې راتلونکې کې به له روسیې یو پلاوی کابل ته راشي او د اسلامي امارت لوړوپوړو چارواکو سره به وګوري او د اړیکو پراختیا په تړاو به بحث وکړي.»

کارپوهان په دې باور دي چې  د روسیې هڅې د افغانستان په مسله کې د نړۍ په کچه د سیالۍ او په ځانګړې توګه له امریکا سره د سیالۍ او همدارنګه له افغانستان څخه دغه هېواد ته د امنیتي اندېښنو حل له لارې اسلامي امارت ته د نږدې کېدو هڅې کوي.

دغه کارپوهان زیاتوي چې اسلامي امارت باید له روسیې سره له همکارۍ څخه د ګټې اخیستنې ترڅنګ په عمل کې هم متوازن بهرنۍ تګلاره غوره کړي.

د سیاسي چارو کارپوه عبدالجبار اکبري وویل: «روسیې تل د افغانستان د اړیکو خبره کړې او هڅه کوي چې افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري او لامل یې هم دا دی چې غواړي امریکا له سیمې لرې کړي.»

هېواد ځاځی بیا وايي: «افغانستان ته اړینه ده چې متوازن سیاست ولري، خپلو ملي ګټو ته په پام، ټولو هېوادونو سره په ځانګړې توګه ځواکمنو هېوادونو سره اړیکو کې توازن ولري.»

روسیه داسې مهال له افغانستان سره د خپلې اړیکې د ښه کېدو هڅه کوي چې په دې وروستیو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري رودنکو اعلان وکړ چې هېواد یې لا هم د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو اراده نه لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

روسيې له دې مخکې اعلان کړى و، چې د دغه هېواد له تور لېست څخه د اسلامي امارت د نوم پر ايستلو غور کوي، هغه مسله چې د میاشتو په تېرېدو سره لا هم عملي شوې نه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام