Asset 1SWN

د روسیې دفاع وزیر: د اوکراین ۸۸۰ کیلومټره مربع خاوره مو نیولې

230608132846-ukrainian-forces-resistance-053123

د روسیې دفاع وزیر انډري بلوسف ادعا کړې چې د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې یې د اوکراین ۸۸۰ کیلومټره مربع خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوستې.

د بلوسف په وینا، تېره مې میاشت کې هم د روسي ځواکونو د ناڅاپي بریدونو له امله د اوکراین شمال‌ختیځ کې د دغه هېواد سرتېرو نږدې لس کیلومټره شاتګ وکړ.

هغه همداراز ویلي: «په مېړانې او زموږ د سرتېرو د مسلکي اقداماتو په پایله کې روانه میاشت ۲۸ ښارګوټي ازاد شوي دي.

بل‌‌خوا اوکراین بیا جمعه، مې ۳۱مه ویلي چې په بریالۍ توګه یې د روسي ځواکونو بریدونه شنډ کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت تېره جمعه په خپل یوه راپور کې همداراز ادعا کړې چې تېره اوونۍ یې اوکراین کې پراخ بریدون کړې دي.

په راپور کې راغلي چې دغه بریدونه پر پوځي مرکزونو، د وسلو زېرمونو او نورو بنسټ‌ییزو زېربناو باندې شوې دي. د راپور له مخې تېره اوونۍ روسیې د اوکراین مېګ-۲۹ او سوخوسو-۲۷ جنګي الوتکې هم نسکورې کړي او توغندي یې شنډ کړي دي.

په همدغه ورځ د اوکراین پوځ هم په یوه راپور کې ادعا کړې چې له روسیي ځواکونو سره یې جګړې کړي چې درنه جګړه په «پروکرووسک» کې وه.

پرون شنبه، جون لومړۍ نېټه اوکراین وویل چې روسیې تېره شپه څه باندې ۱۰۰ توغندي وروېشتي او د انرژۍ او زېربناو باندې یې پرله‌پسې بریدونه کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام