د روسیې بهرنیو چارو وزارت شنبه، ډسمبر ۲۸مه ویلي چې مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي کړکېچ ته اندېښمن دی.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د افغانستان له سرپرست حکومت او پاکستان غوښتنه کړې چې له زغم کار واخلي او هڅه وکړي، څو شته اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د وياندې د څرګندونو په يوه برخه کې چې د دغه وزارت پر وېبپاڼه خپره شوې، راغلي: «مسکو د پاکستان او افغانستان پر ډیورنډ کرښه د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه اندیښنه لري، چیرې چې نه یوازې پوځي پرسونل؛ بلکې ملکي وګړي هم د نښتو په پایله کې وژل کېږي.»
د روسیې د بهرنیوچارو وزارت ویاندې سرپرست حکومت او پاکستان ته سپارښتنه کړې چې د اختلافاتو سولهییز حل لپاره اغېزمنې خبرې وکړي.
بلخوا د سیاسي چارو کارپوهان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا د دوام لامل پاکستان کې کورني اختلافات بولي. د دوی په وینا، پاکستان د خپلو کورنیو شخړو له امله رامنځته شوې ننګونې، پر افغانستان اچوي او کړکېچ ته لمن وهي.
د سیاسي چارو کارپوه خلیلاحمد نادیم وویل: «پاکستان که افغان خاوره بمباروي، نو افغنستان هم اړ دی چې دفاع وکړي، فکر کوم چې د روسیې منځګړیتوب ګټه نهلري، ځکه د پاکستان کورنی وضعیت ترینګلی دی؛ څو ډلې دي او خلک خپل حق غواړي، نو د همدې لپاره به د روسیې منځګړیتوب لنډمهال لپاره وي.»
د سیاسي او نړیوالو چارو کارپوه عزیز معارج هم وویل: «دا شخړې د دواړو هېوادونو په ګټه نهدي، بدبیني او تلفاتو ته لمن وهي، باید ستونزې او اختلافات د خبرو له لارې حل شي او دوه اړخیزې ناستې وشي، روسیه ځواکمن هېواد دی، دوی هڅه کوي چې سیمه کې ترینګلتیاوې زیاتې نهشي.»
د تېرې سهشنبې په ماښام پر پکتیکا د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
پکتیکا کې د پاکستان له هوايي برید درې ورځې وروسته ، د اسلامي امارت د دفاع وزارت د شنبې په ورځ د پاکستان پر وړاندې د ځوابي بریدونو اعلان وکړ.
د رويټرز او فرانس پرس په ګډون يو شمېر نړيوالو رسنيو خبر ورکړى چې دغه شخړه کې د اسلامي امارت او پاکستان يو شمېر سرتېري وژل شوي او ټپيان دي.