Asset 1SWN

پر اوکراین د روسیې بریدونه؛ کیف پر مسکو د سختو بندیزونو لګولو غوښتنه کړې

اوکراین روسیه بریدونه

د اوکراین چارواکو ویلي چې د روسیې وروستیو هوايي بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او د کیف ښار ځینې برخې او اودسا بندر کې یو زېږنتون زیانمن شوی.

روسیې تېره ورځ پر اوکراین پراخ هوايي بریدونه ترسره کړي، کوم بریدونه چې مسکو روسیه کې د کیف بریدونو پر وړاندې غچ اخیستونکي اقدام بللی.

رویټر اژانس راپور ورکړی چې د روسیې څو ساعته بریدونو کې د اوکراین لس سیمې په نښه شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې د اوکراین بهرنیو چارو وزیر انډري سیبیها د روسیې له دغو بریدونو وروسته، له نړیوالو غوښتي چې پر مسکو سخت بندیزونه ولګوي او د اوکراین له هوايي دفاع له پیاوړي کولو ملاتړ وکړي.

مسکو د روسیې دننه هوايي اډو کې پر ستراتیژیکو بم‌غورځونکو بې‌پیلوټه الوتکو د کیف له بریدونو وروسته، په اوکراین هوايي بریدونه ډېر کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام