د پکتیا د روحاني بابا ولسوالي يوشمېر اوسېدونکي وايي چې دغه ولسوالي کې د مخابراتي شبکو خدمتونو نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د یادې ولسوالي دغه اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي، د ګوتو په شمېر ځینې کلي چې زرمت ولسوالي ته ورڅېرمه دي، د دې ولسوالي له مخابراتي خدمتونو ګټه پورته کوي او پاتې نورې سيمې له مخابراتي خدمتونو بېبرخې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغوی په وينا، د مخابراتي خدمتونو نشتون له امله په ورځني ژوند کې د اړتيا پرمهال مجبور دي چې سفر وکړي. د روحانيبابا ولسوالي د «منګلخېلو» سیمې اوسېدونکي ګلاخان وويل: «دلته هېڅ شبکې نشته. هېڅ کار نهکوي. تاسو اول دې کلي ته ټيټ شئ، هېڅ شبکه کار نهکوي، دلته تاسو ته معلومات وشو چې هېڅ شبکه کار نهکوي او نهشته، دلته هېڅ خدمت نهدی شوی او ټولې ساحې بې خدمتونو دي.»
د روحانيبابا ولسوالي بل اوسېدونکي احمدزي له حکومتي مسوولانو غوښتنه وکړه چې دغې ولسوالۍ کې دې مخابراتي خدمات فعاله کړي. «کله چې موږ اړيکه نيسو، تقريبا جګې غونډی ته خېژو، يوکيلومتر يا دوه کيلومتره ورته خيږو، هغه هم چې اړيکه ونيسو، غږ سم نه اورېدل کېږي، نو ډېر لرې ورته ځو.»
د پکتيا مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست مسوولان هم د روحاني بابا ولسوالي د اوسېدونکو ستونزې تاييدوي. د یاد ولایت د مخابراتو رییس نصرتالله هجرت وويل، تر دامهاله روحاني بابا ولسوالي کې هېڅ مخابراتي شبکه نشته، خو ډاډ څرګندوي چې نږدې راتلونکې کې به د يوه خصوصي مخابراتي شرکت په مرسته هلته مخابراتي خدمتونه فعال شي.
نوموړي وویل: «روحاني بابا هېڅ شبکه نهلري، له پخوا شبکې نهلري، ستونزې يې د مخابراتو په برخه کې بيخي زياتې دي. موږ له والي صاحب سره په ګډه سفر وکړ، هلته د خلکو ستونزې مو اورېدلي او له مرکز کابل سره مو شريکې کړې او له شرکتونه سره مو شريکې کړې، انشاالله د روحاني بابا خلکو ته به په نږدې راتلونکي کې د افغان بيسيم تريجي انتن نصب او فعال شي.»
د روحاني بابا ولسوالي ترڅنګ، د پکتيا ګڼې نورې لرې پرتې سيمې هم شته چې تراوسه پکې مخابراتي خدمتونه ندي فعال شوي او خلک يې له ستونزو سره مخ دي.