د کابل یوشمېر اوسېدونکي د روانې روژې میاشت پرمهال په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو لوړوالي څخه شکایت کوي او وايي، دوکاندارانو د روژې میاشتې په پلمه د خوراکي توکو بیې په خپل سر لوړې کړي دي.
د پلازمېنې اوسېدونکو سلاموطندار ته ویلي چې د روژې له میاشتې مخکې، یو قیماق په ۸۰ افغانۍ و، خو اوس ۸۵ څخه تر ۹۰ افغانیو پورې پلورل کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دوی په وینا، لیمو یو کیلو له ۷۰ افغانیو څخه ۹۰ افغانیو ته لوړ شوی دی.
د کابل اوسېدونکی رحیم الله وايي: «د توکو بیې لوړې شوي او زه شپږ زره افغانۍ لرم، په دې معاش څنګه ګذاره وکړم؟ له ښاروالي غواړم چې بیې کنټرول کړي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی لالاجان هم ورته شکایت لري او زیاتوي چې که قیمتونه همداسي لوړ وي، ډېری کورنۍ به ونه توانېږي چې د اړتیا وړ خوراکي توکې ترلاسه کړي.
هغه وویل: «روژې میاشت کې داسې کسان شته چې د ماښام لپاره څه نهلري او باید خوراکي توکو بیې په روژه کې ارزانه شي او اړ یو چې خراب او وراسته کچالو واخلوو.»
بلخوا د کابل په بازارونو کې یوشمېر هټۍوال وايي چې د تورخم لارې تړلکېدو له امله ځینې سوداګرو احتکار کوي او خپل توکي زېرمه کوي، څو بیې لوړې شي.
یوه هټۍوال محمدیوسف وویل: «نه هټۍوال شرکت ویني، بیا یې، خرڅوي، که اوس شرکت ته ورشې، درته جنسونه خلاص دي، یوه دوه ورځې بیې کوي او بازار ته یې، راباسي چې بیې لوړېږي، هټۍوال ګناه نهلري.»
خو د کابل ښاروالۍ چارواکي له خلکو غواړي، که چیرې تر ټاکل شوو بیو په لوړ قیمت پلور او پیر وویني نو دوی ته دې خبر ورکړي چې آړین اقدمات ترسره کړي.
د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی له سوداګرو او دوکاندارانو څخه غواړي چې د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو بیې لوړې نه کړي.
«بیې په ښه حالت کې دي. د ۱۵۵ شمېرې سره اړیکه شته چې خلکو ورسره تماس نیولی شي. که څوک په لوړه بیه پلوري، نو د دې ستونزې د سمدلاسه حل کولو لپاره مسؤل ټیمونه شتون لري. موږ له ټولو ښاریانو، په شمول د سوداګرو څخه غوښتنه کوو چې د روژې په میاشت کې له خلکو سره د امکان تر حده همکاري وکړي او د کابل ښاروالۍ د نرخونو د ټاکلو دنده په جدي توګه ترسره کوي.»
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د روژې میاشتې په رارسېدو سره په افغانستان کې په میلیونونه خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي او ډېر یې نه پوهېږي د کورنۍ اړتیاوې به له کومې لارې برابروي.