د هلمند ځايي مسوولان وايي، لښکرګاه ښار کې د درېیمې، شپږمې او اوومې ناحیو اړوند په تېرېدونکې لارې «روخام» سړک قیر اچولو چارې پیل شوې.
دغه سړک د لښکرګاه ښاروالي په انکشافي بودیجه ۴۰.۵ میلیون افغانیو پخیږي چې ترڅنګ به یې د لايټونو سیستم، کانالونه او د ګلدانونو طرحې هم عملي شي.
د لښکرګاه ښاروال حافظ صدیق وویل، دغه سړک چې ۱۰ متره سور او ۳زره او ۳۰۰ متره اوږدوالی لري، د د ښاري ترانسپورت د ښهوالي، د خلکو هوساینې او د ښار د پرمختګ لپاره مهم ګام بلل کیږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هلمند والي مولوي عبدالرحمان مسلم کندوزي د دغه سړک د قیر اچولو چارو پرانیستې مراسمو ته وویل، هلمند کې د پلونو او سړکونو په څېر ګڼې پروژې او بنسټیز خدمات پيل او بشپړ شوي.
د هغه په وینا، لښکرګاه ښار کې په «روخام» سړک د قیر اچولو پروژه به د ښاریانو تګراتګ، اقتصادي فعالیتونو او ښاري نظم ته نوې روحیه ورکړي.
د یادونې ده چې څه موده وړاندې هم د لښکرګاه ښار د داخلې دروازې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.