Asset 1SWN

ریچارډ بنټ یوځل بیا د نجونو پر زده‌کړو د بندیز لرې‌کولو غوښتنه کړې

نجونو زده‌کړې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ یو ځل بیا د نجونو پر زده‌کړو د محدودیت لرې کولو غوښتنه کړې.

هغه د نوي کال په مناسبت پیغام کې ویلي، یوازې افغانستان کې نوی کال د داسې نوي تعلیمي کال له پیل سره سمون خوري، چې نجونې له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه نه‌لري.

هغه زیاته کړې چې دا د منلو وړ نه‌ده او باید ژر لغوه شي.

د ملګرو ملتونو سازمان د شمېرو پر اساس، افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د محدودیت له امله، شاوخوا ۲.۵ میلیون نجونې له زده‌کړو محرومې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام