د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بنت له اسلامي امارت او پاکستان غوښتنه کړې چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو دې ډډه وکړي.
بنت نن سهشنبه، د کب۲۶، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي پر افغانستان د پاکستان هوایي بریدونو له امله د ملکیانو وژلکېدو او ټپيکېدو ځورولی دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي له دواړو خواوو غوښتي چې د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د ملکیانو او غیرنظامي تاسیساتو درناوی وکړي.
د یادونې وړ ده چې بېګاه شپه د پاکستان پوځ په پلازمېنه کابل کې د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې ۲۰۰۰ بستریز روغتون باندې هوايي برید وکړ چې له کبله یې، شاوخوا ۴۰۰ کسان شهیدان او ۲۵۰ ټپیان شوي دي.