Asset 1SWN

له پاکستانه راستانه شوي د کاري فرصتونو برابرېدو غوښتنه کوي

بس

له پاکستانه تازه رستانه شوي ځوانان سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، په کور دننه باید ورته د کار زمینه برابره شي.

یوشمېر دغو ځوانانو چې د تورخم عمري کمپ کې د کارموندنې کمېټې ته د نوملیکنې په‌پار ورغلي وویل، پاکستان کې یې کاروبار درلود، خو هېواد ته له راستنېدو وروسته اوس بې‌برخلیکه کاري وضعیت سره مخ دي.

دوی له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې په مسلکي او تخصصي ځایونو کې ورته لازمې اسانتیاوې برابرې شي، څو له بیا کډوال کېدو څخه خلاص او خپل هېواد کې کار وکړي.

په اړه یې عبدالمجید او جان محمد چې تازه په جبري ډول له پاکستانه اېستل شوي او دواړه کسب‌لرونکي دي وايي:

«مونږ هلته د خیاطي کار کاوه، دوکان مو وو، اوس راغلم خپل وطن ته، زه هرډول خیاطي کولای شم او زه غواړم چې دلته کار وکړم. که هغه نظامي یونیفورم وي او یا نور رقم خیاطي وي، کولای شم. نو زه له حکومت غواړم چې په دې برخه کې ما سره همکاري وکړي.»

«مونږ هلته د قیچي جوړولو دوکان درلوده. پلار یې راته ونیوه، زه یې چې خواته ورغلم نو ویل یې چې تاسې کور یوسئ، نو بیا مونږ کور راوړو او هغه به بل وخت ډیپورټ کړي، بیا ما هم د پلار سره کار کاوه د قینچیانو. اوس دلته هم همدا کار غواړو چې ویې کړو.»

په ورته مهال ځینې نور مسلکي او لوستي کسان چې په جبري ډول هېواد ته راګرځول شوي د اسلامي امارت له مسوولانو د خپلې څانګې او مسلک برابر کار غوښتنه کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل لورته تورخم عمري پنډغالي کې د کارموندنې کمیټې مسؤلان وایي، تر دامهاله ۴۳۱۰ په شرایطو برابر کسان ثبت کړي چې سرپرست حکومت به ورته  مناسبو ځایونو او کارخونو کې کاري فرصتونه برابر کړي.

د تورخم عمري پنډغالي د کار موندنې کمېټې مسوول هارون حامد وویل:

«د دوهمې جوپې له پیل سره سم، د کارموندنې کمېټې کار پیل کړی چې تراوسه مو ۴۳۱۰ کسان ثبت کړي دي چې په دې کې مسلکي اشخاص ۷۷۹ او غیرمسلکي -۳۳۲۲- دي. په مسلکي اشخاصو کې کسب‌لرونکي خلک شامل دي چې کسب یې زده‌وي او غیرمسلکي کې عادي کاریګر خلک شامل دي او د تخصص برخه کې مونږ ۲۰۱ راجستر کړي چې په هغه کې ماسټر، لسانس او بکلوریا خلک شامل دي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري به ورته په مناسبو ځایونو کې د کار فرصت برابر شي.»

دا داسې مهال دی چې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر محمد سعید العیاش سر لیدنه کې له دغه سازمانه غوښتي چې د بیرته راستنېدونکو لپاره د سرپناه په برخه کې اسلامي امارت سره همکاري کړي.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، تېره میلادي میاشت کې څه باندې ۱۰۴ زره کسان له پاکستان نه راستانه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام