Asset 1SWN

د پلازمېنې اوسېدونکي: د دې لپاره چې خپلو ته کم رانشو، اختر ته لږه مېوه اخلوو

اختر- مېوه

د کابل ښار اوسېدونکی ملک سلام‌وطندار ته وايي چې د اختر شپو او ورځو کې د مېلمنو د کوربه‌توب له امله د تازه او وچې مېوې او خوږو د پې لپاره ښار ته راغلی دی.

ملک وویل: «وروره، ارزاني ده او ډېر مواد او توکي لري، زه دلته د دې لپاره راغلی یم چې د اختر په ورځو کې د خپلو مېلمنو د کوربه‌توب لپاره وچه، تازه او خواږه واخلم او د ټولو خلکو خوښي غواړم. زه له حکومت څخه غواړم چې د اختر په ورځو کې د خلکو د راغونډېدو د مرکزونو امنیت ونیسي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې یو‌شمېر مېرمنې هم وايي چې د اختر په رانږدې کېدو سره له مېلمنو د ښه راغلاست په موخه یې د کور او کوټو د پاک‌کارۍ چارې پیل کړې دي.

د کابل ښار اوسېدونکې ژاله چې ښار ته د پېر لپاره راغلې، سلام‌وطندار ته وویل: «اختر رانږدې دی او تیاری مو ورته نیولی چې ځان او د کورنۍ غړیو ته مې جامې واخلم او زموږ مېرمنو سلیقه دا ده چې د اختر لپاره کور پاک کړو.»

د کابل ښار یو‌شمېر نور اوسېدونکي بیا وايي چې د تنګسې او له دې امله چې خپلو خپلوانو ته کم رانه‌شي، اړ دي اختر لپاره لږه مېوه واخلي.

د کابل اوسېدونکی لطیف وايي: «پخوانیو اخترونو کې به مو یوه کیلوګرام او یا هم یوه نیمه کیلوګرامه اخیستل، اوس نیم کیلوګرام له هر څه اخلو، څو مېلمنو ته مو عزت لاړ نه‌شي او ګنې توان یې نه‌لرو.»

دا مهال د يوه کيلو امريکايي بادامو بيه ٤٠٠ افغانۍ، د يوې کيلو پستې بيه ٦٥٠ افغانۍ، د يوې کيلو چهارمغزو بيه ٥٠٠ افغانۍ، د يوه کيلو مميزو بيه ٢٥٠ افغانۍ ده. یوکیلو سیمیان هم ۱۵۰ افغانۍ دي.

همداراز د کابل ښار په بازارونو کې یوه کیلو کلچې او نور خواږه له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو پلورل کېږي. د کابل ښار د منډوي یوشمېر هټیوال وايي چې د لوی اختر په رارسېدو سره یې کاروبار ښه شوی دی.

فرید حسن‌زاده، چې د کابل منډوي کې هټۍ‌ لري، وايي: «د خدای شکر دی. د نورو اخترونو په پرتله سږکال د خلکو ګڼه‌ګوڼه او کاروبار د تېرو کلونو په پرتله ښه شوی دی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام