Asset 1SWN

سلام وطندار

د پروان اوسېدونکي: د کال‌دانې د درملنې خدمتونو ته لاسرسی نه‌لرو

20231007_081529

د پروان یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې دغه ولایت کې د لشمانیا یا کال‌دانې ناروغانو شمېر زیات شوی او د درملنې خدمتونو ته یې لاسرسی نه‌لري.

د پروان د جبل‌السراج ولسوالي اوسېدونکي خورد‌اقا چې خپل اووه کلن زوی یې د پروان ملکي‌ روغتون د کال‌دانې د درملنې څانګې ته راوستی، وايي، د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي پر دې ناروغي اخته شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «زوی مې پرې اخته شوی، جبل‌السراج کلنیک کې یې درمل پیدا نشول، پروان ته مې راووړ، اووه کلن دی. دوه-درې میاشتې کېږی چې پر لاس یې دانه راغتلې، ډېر کسان پرې اخته دي، خو درمل نشته. غوښتنه مو دا ده چې کلینیک ته درمل ورکړي او خلک له دې بلا وژغورل شي.»

په ورته مهال د دغه ولایت د سالنګ ولسوالي د کوکلامي کلي اوسېدونکی جمشید هم یاده ولسوالي کې د کال‌دانې درملنې د خدمتونو له کمښت سرټکوي.

نوموړي چې دوه ماشومان یې پر کال‌دانې اخته دي، سلام‌وطندار ته وویل: «دوه ماشومان نږدې دوه-درې میاشتې کېږي، پرې اخته دي، ښوونځي ته هم نه‌ځي چې ټولګي‌وال یې پرې ملنډې وهي، که کلینیک کې یې د درملنې زمینه برابره وه، ښه شوي به وو، خو څه نشته ډاکټر هم نشته. ډېرو ستونزو سره خلک مخ دي. خلک ډېر پرې اخته دي.»

د پروان د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو مسوول عبدالسلام حنیف هم دغه ولایت کې د کال‌دانې ناروغي زیاتوالی تاییدوي. نوموړی وايي، روغتیايي خدمتونه روان دي، خو د درملو له کمښت سره مخ دي.

نوموړي وویل: «ولایتي روغتون کې یوه څانګه ده چې د لشمانیا خدمتونه وړاندې کېږي. همداراز پروان کې مو ۱۴ روغتیايي مرکزونو کې د لشمانیا د درملنې درمل شته، یوازې ځینو ځایونو کې چې درمل کم دي له چارواکو سره مو اړیکه نیولې او کوښښ کوو چې خلکو ته یې ورسوو، تېر کال مو ۱۱۹۸ ناروغانو درملنه کړې او د روان کال شپږو میاشتو کې مو د ۵۰۰ ناروغانو درملنه کړې ده.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

ډاکټران وايي چې د ځان روغتیا ته نه‌پاملرنه او د میاشي له‌خوا د یوه کس چیچل د کال‌دانې مکروب د ډېرېدو  اصلي لاملونه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام