Asset 1SWN

سلام وطندار

د پکتیکا اوسېدونکي: د یاد ولایت تاریخي سیمو ساتنې ته هېڅ پام نه‌دی شوی

لرغوني سیمې-

د پکتيکا یوشمېر اوسېدونکي او فرهنګ‌پالان شکایت کوي چې د دغه ولایت مرکز او ولسواليو کې د تاريخي ځايونو بيارغونې ته هېڅ پام نه‌دی شوی.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې د مرکز ښرنې په ګډون ولسوالیو کې تاریخي کلاګانې او زیارتونه د بارانو او وارو له امله زیانمن شوي چې باید د بیارغونې لپاره یې کار وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتیکا اوسېدونکي له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نورو بنسټونو غوښتنه کوي، د تاریخي ځایونو د ساتنې او رغونې لپاره جدي اقدام وکړي.

د مرکز ښرنې اوسېدونکي جاويد سلام‌وطندار ته وویل: «موږ ډېرې تاريخي ساحې لرو، ډېرې تاريخي سيمې لرو، خو په تېر او اوس کې هېڅ کار ورته نه‌دی شوی، که موږ پام ورته وکړو کوم تاريخي ځايونه چې دي اوس هم د نړېدو په حال کې دي او ځينې يې نړيدلي دي او که يو څه وخت نور هم توجو ورته ونشي، هغه ساحې به له‌منځه لاړې شي.»

د پکتیکا یوه بل اوسېدونکي جوهر هم وايي، دې ولایت کې زیات شمېر تاریخي ځایونه او سیمې شته، خو اوس یې ګڼې، هغه د ویجاړیدو ګواښ سره مخ دي.

هغه وویل، دغه تاریخي ځایونه د ولس لپاره مهم دي او که ورغول شي، پکتیکا ته به د کورنیو او بهرنیو سيلانيانو توجه ډېره شي.

نوموړي وویل:«که حکومت او سازمانونه د پکتيکا تاريخي ساحو ته توجو وکړي او د هغوی تفريحي سيمې جوړې کړي او دا تاريخي ځايونه ورغوي نو يو خو به داخلي سيلانيان ورته راشي او هم به بهرني سيلانيان ورته راشي يو خو به يې دولت ته عوايد جمعه کيږي او بل به له دې تاريخي ساحو څخه افغانان او نړيوال خبر شي.»

یوشمېر فرهنګپالان هم وايي، تاریخي ځایونه او ودانۍ د یوه هېواد د تمدن، هویت او لرغوني تاریخ ښکارندويي کوي او اړتیا ده چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت یې ساتنې او رغولو ته جدي پام وکړي.

د پکتیکا مسوولان هم تاییدوي چې دغه ولایت کې دېری تاریخي ځایونه بیارغونې ته اړتیا لري او ځايي اداره دې برخه کې هڅې کوي.

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمدامین حذیفه وویل، دامهال د مرکز ښرنې په ګډون ټولو ولسوالیو کې ۱۵۰ تاریخي سیمې او ځایونه ورسره ثبت دي چې له ډلې یې، ۱۲۰ هغه واک ته د اسلامي له رسېدو را وروسته په نښه او ثبت کړي.

هغه وویل: «پکتیکا کې تاریخي ځایونه چې دي يو څه زياته اړتيا چې لري ځينې زيارتونه دي د ارګون هشت روخ‌کلا ده، بل د خيرکوټ تاريخي کلا ده او په مرکز ښرنه کې څو زيارتونه دي او په ولسواليو کې ځېنې زيارتونه دي چې ترميم ته ډېره اړتيا لري.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پکتیکا د طلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولانو په وینا، لاهم ځینو ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې تاریخي سیمې او ځایونه شته د ثبت لپاره یې تخنیکي ټیم کار کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام