د لوګر مرکز پلعالم ښار یوشمېر اوسېدونکي سلاموطندار وايي، د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نظامیان ځانګړی یونېفورم نهلري او ډیر يې په شخصي جامو کې دنده کوي.
د دوی په وینا، په شخصي جامو کې د وسلو ګرځول د عام ولسونو اندېښنې ډېري کړي دي.
د لوګر اوسېدونکي سیفالرحمن : «زما غوښتنه له دولت څخه دا ده چې ټولو نظامیانو باندې یونېفورم اغوستل جبري کړي. ډېری کسان په ښار او لویو لارو کې په شخصي جامو کې وسلې ګرځوي او د نظامیانو اعتماد راکموي او له بلخوا ډېری کسان شخصي استفادې کوي، غلا کوي، که د دې کار مخنیوی وشي، ډاډمن امنیت به رامنځته شي.»
د لوګر یو بل اوسېدونکی محمدیاسین بیا وايي، په شخصي جامو کې د وسلو ګرځولو سره خلک په تنګ شوي او په وینا یې، د مسوولو او نامسوولو وسلهوالو توپېر یې نهشي کېدای.
هغه غوښتنه کوي چې محلي مسوولان دې نظامیان اړ کړي، څو ځانګړي شوي نظامي یونېفورم واغوندي.
محمدیاسین وویل: «زما نظر دا دی چې نظامیان باید خپل رسمي نظامي یونېفورم واغوندي، څو د نظامیانو او ملکیانو ترمنځ توپیر وشي، ځکه چې ډېر کسان د نظامیانو له نوم څخه استفاده کوي او شخصي کارونه ترسره کوي، غلاوې او جرایم کوي.»
بلخوا د لوګر امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلاموطندار ته وویل، تازه د یاد ولایت ځانګړو ځواکونو، امنیه قومنداني، استخباراتو ریاست او ملي اردو ارګانونو ترمنځ یوه ګډه کمېټه جوړه شوې، څو د ځواکونو د یونېفورم برخه کې شته ستونزې حل کړي.
انس زیاته کړه، ټولو نظامي ارګانونو ته رسمي نظامي یونېفورم ځانګړی شوی او هر نظامي یې باید رعایت کړي.
هغه وویل: «لوګر کې تازه یوه کمېټه جوړه شوې چې ځانګړي ځواکونه، امنیه قومنداني، ملي اردو او استخباراتو ریاست یې غړیتوب لري او وخت په وخت د نظامیانو د یونېفورم برخه کې شته ستونزې تعقیبوي، زمونږ جدي هڅه دا ده چې د یونېفورم برخه کې شته ستونزې بشپړې هوارې شي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د لوګر امنیه قومنداني ویاند زیاتوي چې امنیتي ځواکونه په ځانګړي شوي نظامي یونېفورم اغوستلو مکلف شوي، ترڅنګ يې د ټولو نظامي ارګانونو اړوند کسانو ته له ولس سره د غوره چلند او ډاډمن امنیت ټينګښت په موخه د روزنې ورکړې بهیر هم پیل شوی دی.