Asset 1SWN

سلام وطندار

د کابل اوسېدونکي: د کوڅه‌ډبه سپیانو له امله پوزې ته راغلي یوو

Dog-qqndgybyxjrkexevtjoa8cdfmv7ct3puv8n6qv26bs

 د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې پلازمېنه کې د «کوڅه‌ډبو سپیانو» شمېر زیات شوی چې له امله یې دوی له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوې دي.

د کارته‌نو سیمې اوسېدونکې ثانیه سلام‌وطندار ته وايي چې دې سیمه کې د کوڅه‌ډبو سپیانو له امله خلک تر پوزې رسېدلې دي. «کوڅه‌ډب سپي بېخي زیات دي او غپلو او غږونو له امله یې، په تنګ راغلي یوو؛ کله چې موږ له کوره بهر ځو، نو ډارېږوو چې موږ ته زیان ونه‌رسوي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل ښار د اوومې ناحیې اوسېدونکی فهم بیا وايي چې سیمه کې یې د کوڅه‌ډبو سپیو له امله بېلابېلې ناروغۍ خپرې شوې دي. «کله چې ویده یوو، د دوی غپارۍ مو زوروي. سپیان چې زموږ سیمه کې دي، د ناروغۍ لامل شوي. ماشومان مو د وېرې له امله بهر نه‌شي تللی.»

د پلازمېنې کابل ښار دغه ښاریان له ښاروالي غواړي چې له ښار کوڅه‌ډبي‌ سپیان ټول او یوې لرې سیمې ته یې ولېږدوي.

د کابل ښاروالي ویاند نعمت‌الله بارکزی وايي چې دوی د کوڅه‌ډبو سپیو د شمېر زیاتېدو مخنیوي په پار یو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې لري. «د کابل شاوخوا کې د امن کمربند جوړ شوی، د هغو ارزونو له مخې چې موږ درلودې، ډېری سپیان واکسین شوي؛ موږ یوه ځانګړې څانګه لرو، کله چې شکایت کېږي، ځای مشخصوو او سهار هغه سیمې ته کسان ورلېږوو، څو هغه سپیان چې خلکو ته مزاحمت کوي، راټول کړي.»

د چاپېریال ساتنې برخې کارپوه سیدقیوم هاشمي سلام‌وطندار ته وویل چې د ښار په کچه د کوڅه‌ډبو سپیانو تګ‌راتګ د بېلابېلو ګواښوونکو ناروغیو د لېږد لامل کېږي. «کوڅه‌‌ډبه سپیان د چاپېریال د ککړتیا لامل کېږي، خپله هم چې پر ډېرانونو ګرځي، لامل کېږي چې پر ناروغۍ اخته شي او له دې لارې انسانانو ته لېږدول کېږي چې د انسان سلامتیا لپاره ګواښوونکې ده.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

کوڅه‌ډبي سپیان د ناروغیو اصلي لېږدونکي بلل کېږي چې ډاکټران وړاندیز کوي، څو دغه سپیان له ښار لرې، یوې سیمې ته ولېږدول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام