Asset 1SWN

سلام وطندار

د فاریاب لولاش ولسوالي اوسېدونکي د لومړنیو خدمتونو له نشتوالي سرټکوي

IMG-20260226-WA0009

د فاریاب د لولاش ولسوالي د دې ولایت له غرنیو ولسوالیو څخه ده چې د میمنې ښار څخه شاوخوا ۱۱۰ کیلومتره واټن لري، خو د معیاري او تګ‌راتګ وړ لارو د نشتوالي له امله دا ولسوالي د ولایت له تر ټولو لرې او منزوي سیمو څخه شمېرل کېږي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، سره له دې چې لولاش پخوا علمي او فرهنګي مخینه لرله، خو دا ولسوالي له کلونو راهیسې د عامه خدمتونو له لومړنیو اسانتیاوو بې‌برخې پاتې شوې ده. د دوی په خبره، د لارو خراب وضعیت د خلکو ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

د لولاش اوسېدونکي زیاتوي چې د دې ولسوالي تر ټولو لویه ستونزه د معیاري سړک نشتوالی دی. د دوی په وینا، همدې ستونزې د خلکو لاسرسی روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو او نورو ټولنیزو خدمتونو ته ډېر محدود کړی دی.

د سیمې خلک وایي چې د ژمي په موسم کې د واورو او خرابو لارو له امله ټولې مواصلاتي لارې تړل کېږي او د لولاش ولسوالي او د ولایت د مرکز میمنې ترمنځ تګ‌راتګ نږدې ناممکن کېږي.

د لولاش ولسوالي یو مخور محمد حسن کهزاد وایي چې څه باندې پنځوس کاله وړاندې د سیمې خلکو په خپل نوښت یو مواصلاتي سړک جوړ کړی و. د هغه په وینا، هغه مهال دا سیمه جلا ولسوالي نه‌وه، خو د وخت په تېرېدو او د نفوسو په زیاتېدو سره د اوسني حکومت پرمهال په یوه خپلواکه ولسوالي بدله شوې او اوس د معیاري سړک جوړېدو ته جدي اړتیا لري.

هغه زیاتوي: «تر ۱۳۵۰ کال پورې په دې سیمه کې هېڅ ډول لاره نه وه. په همدې کال کې د بنګله‌دېش له لوري د مرستو په مرسته خلکو د کار په بدل کې داسې یوه لاره جوړه کړه چې له بندر او لولاش چې هغه مهال د کوهستان ولسوالي په نوم یادېده، تر سرحوض پورې د خلکو د تګ‌راتګ لپاره وکارول شوه.»

د کهزاد په خبره، اوس مهال بندر او لولاش په دوو جلا ولسوالیو بدل شوي او د لولاش او شاوخوا سیمو ترمنځ درې مواصلاتي لارې شته، خو دا لارې هم معیاري نه‌دي او د ژمي په موسم کې په بشپړه توګه تړل کېږي.

د لولاش یو بل اوسېدونکی احسان‌الله خیرخواه وایي چې دا ولسوالي شاوخوا ۱۳۰ کلي لري، خو د سړک د نشتوالي له امله خلک له ډېرو اساسي خدمتونو بې‌برخې پاتې دي. د هغه په وینا، تراوسه هېڅ حکومت د دې ولسوالي د لارو د ستونزې د حل لپاره جدي پاملرنه نه ده کړې.

هغه زیاتوي: «هرکال د مجهز کلینیک د نشتوالي له امله ډېر ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي. یوازې په روان کال کې یو ناروغ چې د کوما په حالت کې و، د امارت له لوري د چورلکې په وسیله میمنې ښار ته انتقال شو. که مناسبه لاره موجوده وای، ښايي داسې بیړنیو اقداماتو ته اړتیا نه وه.»

د لولاش اوسېدونکي همدارنګه د کافي ښوونځیو د نشتوالي، د دولتي ودانیو د کمښت، د مخابراتي شبکو د نشتوالي او نورو بنسټیزو اسانتیاوو له نه شتون هم شکایت کوي. د دوی په وینا، د دولتي ادارو لپاره د معیاري ودانیو نشتوالی هم ستونزې لازیاتې کړې دي.

حفیظ‌الله چې د لولاش او میمنې ترمنځ د لارې موټرچلوونکی دی، وایي، کله ناکله اړ کېږي چې د ۱۱۰کیلومتره واټن د وهلو لپاره تر ۴۸ ساعتونو پورې وخت مصرف کړي.

هغه وایي: «ډېر ځله زموږ موټرونه په لاره کې بند پاتې شوي او د کلیو له خلکو مو مرسته غوښتې ده. د سړک وضعیت دومره خراب دی چې هر سفر له خطر سره مل وي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د لولاش اوسېدونکي له مسوولو چارواکو غواړي چې د یو معیاري او څلور فصله سړک په جوړولو سره د دوی د تګ‌راتګ ستونزه حل کړي، څو خلک وکولای شي روغتیايي، تعلیمي او اداري خدمتونو ته په اسانه لاسرسی پیدا کړي.

د دوی په باور، که بنسټیزې زیربناوې برابرې شي، دا ولسوالي کولی شي له انزوا ووځي او علمي، فرهنګي او اقتصادي ظرفیتونه یې وده وکړي.

بل لور ته د فاریاب د ټولګټ، رییس مولوي حمیدالله دانش، د لولاش او د ولایت د مرکز ترمنځ د لارې ستونزې تاییدوي. هغه وایي چې دا موضوع یې له مرکزي چارواکو سره شریکه کړې او هڅې روانې دي چې دغه لاره د زیانمنو سیمو د لنډمهاله پروګرامونو په لړ کې شامله شي.

نوموړی زیاتوي: «دا سړک په ژمي کې له یوې اوونۍ تر یوې میاشتې پورې بندېږي، خو موږ هڅه کړې چې دا موضوع د زیانمنو سیمو په پلان کې شامله شي. وزیر صاحب هم موږ ته ژمنه راکړې چې په لنډه موده کې به د دې ستونزې د حل لپاره ګامونه پورته شي او په اوږدمهاله توګه پراخ پلانونه هم لرو.»

د فاریاب د ټولګټو رییس همدارنګه د ځینو روانو پروژو یادونه کوي او د لولاش ولسوالي اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې د دوی ستونزو ته به پاملرنه وشي.

هغه وایي: «د اسلامي امارت د ټولو مسؤلینو پاملرنه شته، دا سړکونه به جوړېږي، کلینیکونه او نورې ګټورې پروژې به هم د خلکو لپاره عملي کېږي. موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې دا لارې به ان‌شاءالله جوړې شي، خو د ساتنې او مراقبت په برخه کې د خلکو همکاري هم غواړو.»

سره له دې چې چارواکي د بنسټیزو ستونزو د حل ژمنې کوي، خو د لولاش اوسېدونکي وایي، تمه لري دغه ژمنې ژر عملي شي. د دوی په باور، د یوه معیاري سړک جوړېدل کولای شي د خلکو د اساسي خدمتونو ته لاسرسی اسانه کړي او دا غرنۍ ولسوالي له کلونو انزوا څخه وباسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام