د دایکندي د «پاتو» ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولسوالي خلک معیاري روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري.
د پاتو ولسوالي د اوسېدونکو په وینا، د یادې ولسوالي لرو پرتو سیمو کې لسګونه کلي روغتیايي خدمتونه نهلري او له امله یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادې ولسوالي یوه اوسېدونکي ګلمحمد عظیمي سلاموطندار ته وویل چې پاتو ولسوالي څه باندې ۴۵زره نفوس لري چې یوازې دوه روغتیايي مرکزونه یادو کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
نوموړي وویل: «پاتو ولسوالي کې دوه کلینیکونه لرو، یو پاتو کې او بله قخور سیمه کې دی. زموږ کلینیکونه ځواب نشي ورکولای او نه هم ډاکټر او نه هم درمل شته. کلینیکونه ځواب نشي ویلی. درمل او داکتر نشته. ناروغان ډېری وخت د ولایت مرکز ته ځي.»
د پاتو ولسوالي یوه اوسېدونکي غلامسخي وايي چې د دغه ولسوالي روغتیايي مرکز د درملو او امکاناتو له کمښت سره مخ دی.
هغه وویل: «هېڅ نشته، ناروغان چې لاړ شي، ګڼهګوڼه ډېره وي چې دوه درې ساعته وروسته نوبت درځي او د پرسټامول یو پاګټ ګولۍ درکوي. نیمو ته خو بېخي نیمه ګولۍ ورکوي.»
د نوموړي په وینا، د اوغور، پیتاب، دهن اوشي، سرینج، سرتګاب، خرني، رباط او نورو سیمو اوسېدونکي هم د یادې ولسوالي مرکز ته د روغتیايي خدمتونو لپاره راځي.
د پاتو ولسوالي یوه بل اوسېدونکي احسان مهدوي سلاموطندار ته وویل: «دغه ولسوالي لوړې او ژورې لري، کوتل او خراب سرکونه لري چې ډېری وخت خلک پر دې لارو خپل ژوند له لاسه ورکوي. په ځانګړې توګه ژمي کې واورې او باران وي او لاره هم بندې وي چې خلک اړ دي خپل ناروغان پر حیواناتو او لرګیو وړي.»
هڅه مو وکړه چې د دایکندي د عامه روغتیا مسوولانو نظر هم په دې راپور کې ولرو، خو بریالي نهشو.
نږدې دوه میاشتې وړاندې د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافتزمان امرخېل سلاموطندار ته ویلي و، اسلامي امارت به هغو سیمو چې خلک یې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري، ۵۰۰ روغتیايي خدمتونه جوړ کړي.
هغه ویلي و: «غټه ستونزه چې له تېرو شلو کلونو راهیسې روانه ده، تېر نظام کې هېڅ پام نه دی شوی. نږدې ۴۰سلنه سیمه چې روغتیايي خدمات پهکې نه و، د اسلامي امارت په راتلو سره دې سیمو ۱۵۰ روغتیايي خدمتونه جوړ شوي.»
د یادونې وړ ده چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې لا هم خلک معیاري خدمتونو ته لاسرسی نهلري چې دې چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.