Asset 1SWN

د احمدابا ولسوالي اوسېدونکي: د مچلغو بند پاتې چارې دې پیل شي

چلغو بند- بکتیا ۱

د پکتیا د احمدابا ولسوالي يوشمېر اوسېدونکي دغه ولسوالي کې د مچلغو بند د نيم‌ګړو چارو د پيل غوښتنه کوي. دوی وويل، د اوبو دغه بند د کرنې د ودې لپاره خورا مهم دی او په بشپړېدو سره به يې ډېری ځمکې خړوبې شي.

د احمدابا ولسوالي د مچلغو سيمې قومي مشر جان‌محمد وويل، د مچلغو بند چارې نيم‌ګړې پاتې دي چې اوسنی حکومت يې بايد د بشپړولو لپاره اقدام وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «دا بند چې دی نيم‌ګړي کارونه يې داسې دي چې نيم جوړ دی او نيم پاتې دی، نو له حکومت مو غوښتنه دا ده چې دا بند جوړ شي ډېره ځمکه به ترې خړوبه شي اباده به شي.دا خلکو ته به کار پکې پيدا شي، غريبانو ته به کار پکې پيدا شي، مزدوران به کار پکې کوي دا به ډېر ښه شي خو چې وشي.»

د پکتیا اوسېدونکي سره له دې چې مچلغو بند د کرنې د ودې لپاره مهم بولي، خو زیاتوي چې د تېر کال سختو سيلابونو د دغه بند جوړې شوې ځينې برخې بیرته تخريب کړې دي.

د احمدابا ولسوالي د مچلغو سیمې اوسېدونکي ميرزاجان وويل: «بند چارو پيل ته خو موږ زياته اړتيا لرو زموږ ځمکې که للمي ده او که دا ښکته دشتې دي تاسو يې وينی ټولې للمي دي که چېرته اوبيزې شي دلته مڼې ښه حاصل ورکوي خلک به مڼو نيالګي کينوي نور به دا غريبانو ته کارونه پکې پيدا شي ما خپله په دې بند کې کار کاوه او مزدوري مې پکې کوله نو اوس که په دې بند کار شروع شي.»

احمدابا ولسوالي کې د مچلغو بند د دغې ولسوالۍ ترڅنګ، د مرکز ګردېز، زرمت او سيدکرم ولسواليو ځمکو خړوبولو ته هم اوبه برابرولی شي. د پکتيا ولايتي مسوولان ډاډ څرګندوي چې د بوديجې له منظورۍ سره به د مچلغو بند نيم‌ګړې چارې پيل شي.

د پکتيا د سينديزې فرعي حوزې رییس محمدکريم فاتح وويل، د مچلغو بند چارې يوازې تر ۳۰ سلنه بشپړې شوي او د پاتې چارو لپاره يې د وزرات په کچه هڅې روانې دي.

هغه وویل: «د مچلغو بند چارې د جمهوريت پرمهال يې چارې پيل شوې وې، له شل تر ۳۵ فيصده تر سره شوې او ۸۰ يا ۷۵٪ فيصده چارې يې پاتې دي.کانالونه يې جوړ شوي دي يو څه اندازه او خلکو ته ډاډ ورکو چې امارت دې نيمګړو پروژو ته ډېر متوجې دی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

‌د معلوماتو له مخې، د مچلغو بند په جوړېدو سره به شاوخوا «۲۳۰۰» هکتاره ځمکه خړوبه شي او کمه اندازه برېښنا به هم توليد کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام