د هرات محلي مسوولان وايي چې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت یې د هرات-کندهار لویې لارې او د دغه لارې د پلچکونو د بیارغونې پروژې چارې پیل کړې دي.
دغه پروژه پرون چهارشنبه د وږي اتمه پیل شوې چې د مسوولانو په وینا، د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست له لوري به پرمخ یوړل شي.
د هرات د والي ویاند نثاراحمد الیاس ویلي، یاده پروژه کې د ۱۵۰ کیلومټره سړک داغګیري او د پلچکونو بیارغونه شامله ده چې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.
نوموړي زیاته کړه چې دغه پروژه د کوهزور ولسوالي له شوز سیمې پیل او د هلمند تر ګرشک ولسوالي پورې به دوام وکړي.
د هغه په وینا، دغه پروژه به تر راتلونکو شپږ میاشتو پورې بشپړه شي. په ورته مهال د هرات-کندهار لویې یوشمېر موټرچلوونکي د یادې لارې د بیارغونې پروژې له پیل خوښي څرګندوي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دوی وايي چې د یادې لویې لارې د خرابوالي له امله په دې وروستیو کې ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې وې.