د ریال ماډریډ فوټبال کلب بېګاه شپه د ریال سوسیډاډ پر وړاندې له یوې په زړه پورې سیالي وروسته د اسپانیا «کوپا ډېل رې» فوټبال لیګ پایلوبې ته لاره پیدا کړه.
دغه سیالي چې ۴-۴ مساوي پای ته ورسېده، ریال ماډریډ د تګ په سیالي کې د ریال سوسیډاډ کورني لوبغالي کې یادې لوبډلې ته ماته ورکړې وه او په دوو سیالیو کې ۵-۴ په پایلې سره بریا خپله کړه.
ریال سوسیډاډ لوبډلې هم دغه سیالي کې ښکلې لوبه وکړه او د لوبې تر پایه له کوربه لوبډلې مخکې وه، خو وروستیو کې ریال بریالۍ شوه.
ریال ماډریډ ته یو ځل بیا انټونیو روډریګو په وروستیو شېبو کې د بریا ګول ور په برخه کړ.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا ۴۱ ځل دی چې ریال ماډریډ د یاد لیګ پایلوبې ته لاره ومومي.
په ورته مهال د یاد لیګ په دویمه نیمه پایلوبه کې بیا بارسلونا له اټلاټیکو ماډریډ لوبډلې سره مخ دی او د یادو لوبډلو د تګ سیالي ۴-۴ مساوي پای ته رسېدلې ده.
د بارسلونا او اټلاټیکو ماډریډ سیالي ګټونکې لوبډله به په پایلوبه کې له ریال ماډریډ سره سیالي وکړي.