د یوې اوونۍ په ترڅ کې د هېواد په سطحه د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله ۴۸ کسانو ژوند بایللی.
په تېرو دوو اوونیو کې د هېواد ډېری ولایتونه د سختو بارانونو، سېلابونو، د غرونو ښوېدنې، تندر او برښنا شاهدان دي چې خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې مسوولان وایي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر، خوست، لوګر، میدان وردک، زابل، ارزگان، غور، بادغیس، سمنگان، سرپل، فاریاب، بغلان، بدخشان، کنړ او لغمان کې ۶ کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي.
د دې ادارې ویاند یوسف حماد وویل، د حمل له شپږمې نېټې راهیسې تراوسه ټول هېواد کې د سېلابونو، تندر، برښنا او د غرونو ښوېدنې له امله ۴۸ کسانو ژوند بایللی.
د هغه په وینا، په همدې موده کې ۷۳ نور کسان ټپیان شوي هم دي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې مسوولان زیاتوي چې په تېره یوه اوونۍ کې د سېلابونو له امله له ۲۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ بېځایه شوي.
همداراز، د دې ادارې د شمېرو له مخې، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۳۹ استوګنیز کورونه په بشپړه توګه، ۳۹۴ نور په جزوي ډول، ۱۳ دوکانونه او له ۱۱۰۰ جریبه زیاتې کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.
په همدې حال کې، د کاپیسا، بادغیس، لوګر، هرات، پروان او پنجشیر یو شمېر اوسېدونکي له سلاموطندار سره خبرو کې وایي چې ویجاړوونکو سېلابونو نه یوازې ځاني تلفات اړولي، بلکې د هغوی کورونه، کرنیزې ځمکې او باغونه یې هم ویجاړ کړي او ډېری کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ شوې دي.