Asset 1SWN

د هېواد په لسو ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی

171006678

د افغانستان د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست د نن په ګډون راتلونکو درېوو ورځو کې په بدخشان، ننګرهار، نورستان، کونړ، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او لوګر ولایتونو کې د اورښتونو او له امله یې د سېلابونو راوتلو اټل کړی دی.

دغه ریاست د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران د اورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د وروستیو سېلابونو یوشمېر زیانمنې شوې کورنۍ بیا وايي، د سېلابونو له امله د دوی کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي. د دوی په وینا، تر اوسه د سرپرست حکومت له لوري ورسره مرسته نه‌ده شوې او مرستو ته اړتیا لري.

د ننګرهار د کوټ ولسوالي اوسېدونکی عطاالله وايي چې د سېلابونو له امله يې خپل ټول شته له لاسه ورکړي دي. «سېلابونو مو رسېدلی، فصل وې‌وړ، شپږ جریبه ځمکه وه او ویجاړه یې کړه. له دې لارې مو کولای شوای چې د کورنۍ اړتیاوې برابرې کړو. تراوسه راسره مرسته نه‌ده شوې، نه حکومت او نه هم خیریه بنسټونو له‌خوا.»

د لغمان علیشنګ ولسوالي اوسېدونکی زریالی هم وايي چې د وروستیو سېلابونو پرمهال يې کور نړېدلی دی. «وروستیو سېلابونو مې کور خراب کړی او زموږ وضعیت خراب دی. اوس هم څه نه‌لرو چې بېرته کوټې جوړې کړو او تراوسه مو مرسته نه‌ده ترلاسه کړې، موږ له امارت غواړو چې بېرته جوړو کې یې راسره مرسته وکړي.»

له دې ټولو سره، پېښو ته د رسېدو په چارو کې ددولت وزارت مسوولان وايي چې په سېلاب‌ځپلو ولایتونو کې له ځپل شوو کورنیو سره د مرستو لړۍ دوام لري.

د یاد وزارت ویاند عبدالله جانان سایق وویل: «د اسلامي امارت د مشرتابه حکم سره سم، د سېلابونو شهیدانو ورثه‌وو ته ۱۰۰زره افغانۍ او ټپیانو ته ۵۰زره افغانۍ مرسته شوې او ځینو ولایتونو کې پاتې چې هڅې روانې دي د شهیدانو ورثه‌وو سره مرستې وشي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ په دې وروستيو کې په خپل يوه راپور کې ويلي، د افغانستان په شمال، شمال‌ختيځ او لوېديځ کې د وروستيو سېلابونو له امله تر لسو زرو ډېر د هستوګنې کورونه ويجاړ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام