د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تېره ورځ (سهشنبه، ثور ۹) یوه خبرپاڼه کې ویلي، د راه فردا ټلويزيون فعالیت د دغې رسنۍ د کارکونکو پرلپسې شکایتونو له امله ځنډول شوی دی.
اعلامیه کې ویل شوي چې د راه فردا ټلويزيون یوشمېر کارکونکو دغه وزارت ته په مراجعې کولو سره، د خپلو حقوقو او امتيازونو نه ورکولو څخه شکایت کړی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبره، د رسنیو د شکایتونو ارزولو او تخطۍ کمیسیون څو ځله د ستونزې حل لپاره د یادې رسنۍ مسوولانو ته خبرداری ورکړی، خو ورته پام نه دی شوی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت زیاته کړې چې د یادې رسنۍ د کارکونکو شکایتونه عدلي بنسټونو ته استول شوي او د څېړنو پروسې تر بشپړېدو به د راه فردا ټلويزيون فعالیت ځنډېدلی وي.