د هلمند مرکز لښکرګاه کې د «شهامت» په نوم یوې نوې خصوصي غږیزې رسنۍ په رسمي ډول پر ۹۱.۶ اېفاېم څپو خپلې مسلکي خپرونې پیل کړې. چارواکي دغه ګام په هلمند کې د رسنیز ډګر د پیاوړتیا لپاره مهم بولي.
د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي چارو معین مولوي حیاتالله مهاجر فراهي د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د شهامت راډیو په ګډون دامهال په هلمند کې ۱۹ فعالې راډیوګانې موجودې دي.
د هغه په وینا، له دې شمېر څخه ۱۱ رسنۍ د اسلامي امارت واک ته له بیا رسېدو وروسته بېرته فعالې شوي چې دا په هلمند کې د رسنیو د ودې نښه ده.
نوموړي ټینګار وکړ چې رسنۍ باید د اسلامي، افغاني او ملي ارزښتونو په رڼا کې خپرونې وکړي او د نافذه قوانینو سره سم خپل مسوولیت ترسره کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هلمند مرستیال والي مولوي محمدنبي حماس بیا د شهامت راډیو د خپرونو پیل د بیان د سالمې ازادۍ په برخه کې مثبت ګام وباله. هغه وویل: «اسلامي امارت د داسې بیان د ازادۍ ملاتړ کوي چې پر اسلامي اصولو ولاړه وي او د ولس ریښتینی غږ تر حکومته او نړۍ ورسوي.»
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس حافظ عبدالباري راشد هم وویل چې د ازادو رسنیو د شمېر زیاتوالی د اسلامي امارت د رسنیز ملاتړ څرګندوي. هغه زیاته کړه چې د مسلکیتوب او کیفیت لوړېدل باید د خپرونو اساسي تمرکز وي.
یاده پروسه په داسې حال کې تر سره کېږي چې په ټول هېواد کې ګڼ شمیر خبریالان د کمزوري معاش او اقتصادي ستونزو له امله له خپل مسلک څخه نورو کارونو ته اړ کېږي.