Asset 1SWN

جوزجان کې پر یوه کس د قصاص حکم پلی شو

yyyyyyyyyyyyy

د سرپرست حکومت ستره محکمه وايي چې په جوزجان کې یې پر یوه کس د قصاص حکم پلی کړی دی.

سترې محکمې نن دوشنبه د کب اوومه پر اېکس‌پاڼه ویلي چې د قصاص دغه حکم یې د جوزجان په ورزشي سټدیوم کې د ګڼ‌شمېر خلکو پر وړاندې پر مجرم پلی کړی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرپرست حکومت سترې محکمې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې قصاص شوی «نظرمحمد» نومېږي او د یوه کس پر وژنه مجرم پېژندل شوی و.

د خبرپاڼې له مخې، نظرمحمد د فاریاب د بلچراغ ولسوالي اصلي اوسېدونکی و او دوه کاله وړاندې یې د همدې ولسوالي د خال‌محمد په نوم کس د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د چړې په وسیله وژلی و.

خبرپاڼه کاږي چې قاتل د سرپرست حکومت د درې ګونو محکمو له لوري پر قصاص محکوم شوی و چې د ا.ا د مشر هبت‌الله اخند‌‌زاده په حکم، پرې قصاص اجرا شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله له‌خوا هم د دغه موضوع په اړه د وروستي احتیاط په منظور، فوق‌العاده څېړنه وشوه، چې په نهایه کې یې پر قاتل باندې د قصاص شرعي حکم د اجرا د تطبیق امر ورکړل شو او د دغه حکم تطبیق لپاره، د هېواد سترې محکمې ته هدایت  وشو چې دغه د قصاص حکم نن دوشنبه د جوزجان ورزشي سټدیوم د هېوادوالو په یوه مجموعه کې تطبیق شو.»

د سترې محکمې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د قصاص حکم پلي کولو پر مهال د ا.ا یو‌شمېر چارواکو هم ګډون درلود.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دا په نږدې یوه اوونۍ کې درېیم کس دی چې د قصاص حکم پرې جارې کېږي. له دې وړاندې د تېرې اوونۍ د پنج‌شنبې پر ورځ غزني کې هم پر دوو کسانو چې په قتل محکوم پېژندل شوي وو، د قصاص حکم پرې جارې شوی وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام