Asset 1SWN

پنجاب او راجستان نن ای‌پي‌اېل کې د یوه بل پر وړاندې لوبېږي

7ce42de9-9587-4d43-ab0d-76e7484023e2

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن د دغه لیګ په ۶۵مه لوبه راجستان رویالز لوبدله له پنجاب کنګز لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ۰۶:۳۰ بجې «چهارشنبه، مې ۱۵مه» د هند د ګووهاټي په «برساپارا کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

راجستان رویالز لوبډله داسې مهال له پنجاب کنګز لوبډلې سره نن لوبه کوي چې یادې لوبډلې د روان لیګ پلې‌اوف پړاو ته لاره پیدا کړې. رویالز له کلکتې وروسته دویمه لوبډله شوه چې پلې‌اوف ته لاره پیدا کوي.

راجستان رویالز لوبډلې تر دې مهاله دغه لیګ کې ۱۲ لوبې کړي چې اته یې ګټلي او څلور یې بایللې دي. دا لوبډله د سیالیو جدول په دویم ځای کې شتون لري.

بل‌خوا پنجاب کنګز لوبډله چې له کړیو ۱۲ لوبو یې یوازې څلور ګټلي، د جدول وروستي، لسم ځای کې دی. یاده لوبډله هم تر ډېره برېښي چې پلې‌اوف څخه دې پاتې وي. که یاده لوبډله خپلې پاتې دوه لوبې هم وګټي، بل پړاو ته د تلو چانس نه‌لري.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو لوبو کې راجستان لوبډلې څلور او پنجاب هم یو وار بریاوې خپلې کړې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یاد لیګ بېګانۍ لوبه کې ډیلي کپېټلز لوبډلې په خپل کوربه‌توب د لکناو سوپر جاینټز لوبډلې ته د ۱۹ منډو په توپیر ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام