Asset 1SWN

پل‌علم ښاروالي د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۵ پروژې بشپړې کړي

441539183_421024774217576_6425326752462113449_n

لوګر کې د پل‌علم ښاروالي چارواکي وایي چې په تېر یوه کال کې یې د شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارلي دي.

د پل‌علم ښاروال محمداسحاق سعید سلام‌وطندار ته وویل: «په بشپړو شویو پروژو کې ورزشي سټېډیوم ته څېرمه کانالونه او پل‌چکونه جوړول، د بابوس ویالي سرته کانالونه، پل‌چکونه جوړول او جغل‌اچول، ښار کې د برښنا پایو نصبول، په ښار کې د اوبو د یوې ژورې څاه‌کېندل، د ښاروال څلور لارې او پل‌علم ښار کې دننه پیاده رونه په پاخه او اساسي ډول جوړول شامل دي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سعید زیاتوي، دغه پروژې د پل‌علم ښاروالي د پراختیایي بودیجې له لوري د شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت بشپړې او ګټې‌اخیستنې سپارل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، په تېر یوه کال کې د پل‌علم ښاروالي شاوخوا ۴۵ میلیونه افغاني عواید راټول کړي چې د تېرکال په پرتله ۱۶سلنه د عوایدو کچه لوړه شوې.

پل‌علم ښاروال زیاتوي، په پام کې ده چې په روان کال کې هم د شاوخوا ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښار داخلي سړکونه، کانالونه، پارکونه، د پارکونو کټارې او فلزي غرفي جوړې کړي.

د مرکز پل‌علم یوه اوسېدونکي حشمت‌الله سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دی چې ښاروالي په تېر یوه کال کې پنځه پروژې عملي کړي، خو ټینګار کوي چې ښاروالي دې خپل عواید د ښار په پراختیا او اساسي برخو ولګوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، اوس د پل‌علم ښار داخلي سړکونو خرابوالي له امله ښاریان او موټرچلوونکي له براخو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام