Asset 1SWN

سلام وطندار

له جګړې د پاتې ماینونو د خطر په اړه د عامه پوهاوي کمپاین پیلېږي

ماین-770x433-1-qzjqhxdhgw64ie9itrirvcosf7lns05v1uzrhk8bd4

په داسې حال کې چې له جګړو پاتې ماینونه لا هم له افغانانو قرباني اخلي، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې مسوولان وايي، خلکو ته به له بېلابېلو لارو د ماینونو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکړي.

د دغې ادارې ویاند محمدعبدالله‌جان سایق وايي، دغه کمپاین به د ټلوېزیون، راډیو، د تبلیغاتي پوسټرونو لګولو او له ماینونو څخه زیانمنو سیمو ته د ګرځنده ډلو په لېږلو سره سر ته ورسوي. نوموړی زیاتوي: «هڅه کوو چې ټولو هېوادوالو ته عامه پوهاوی ورکړو، څو له ناچاوده ماینونو سره د مخامخېدو پر مهال هغو ته لاس ور نه وړي او زموږ ریاستونو ته خبر ورکړي چې پاک یې کړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې له تېرو جګړو را پاتې ناچاوده ماینونه تل له افغانانو قرباني اخلي. یوازې په تېرو ۱۰ ورځو کې لږترلږه ۱۵ ماشومان د دغو ماینونو په چاودنو کې مړه یا ژوبل شوي دي.

د روان کال د مرغومي څلورمه په پروان کې د ناچاوده چاودېدونکو توکو چاودنې څلور ماشومان ټپیان کړل. د همدې میاشتې په اوومه بیا پکتیا کې د راکېټ مرمۍ یو ماشوم مړ او پنځه نور یې ټپیان کړل. همداشان، د مرغومي په اتمه ناچاوده توکو په کندهار کې د دوو ماشومانو ژوند واخیست او پرون بیا په لغمان کې درې ماشومان د دغو توکو په چاودنو کې مړه شول.

د یوشمېر قربانیانو کورنۍ له اسلامي امارت څخه غواړي چې خلکو ته په دې اړه عامه پوهاوی ورکړي.

د هلمند د مارجې ولسوالي اوسېدونکی اخترګل وايي، ورور یې له تېرو جګړو د پاتې ماین په چاودنه کې دواړه پښې بایللي دي. هغه زیاتوي: «زموږ خپلوانو او کورنیو د دغو ماینونو په چاودنو کې زیان لیدلی؛ ورور مې د ماین چاودنه کې دواړه پښې له لاسه ورکړې؛ باید په دې برخه کې کار وشي، څو خلک قرباني نه‌شي.»

د پروان د سیاه‌ګرد ولسوالي اوسېدونکی کریم بیا له اسلامي امارت څخه غواړي چې د اړوندو موسسو له لارې خلکو ته د ماینونو د چاودنې مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ورکړي. نوموړی زیاتوي: «له اسلامي امارت نه مو غوښتنه ده چې نورې موسسې وهڅوي چې خلکو ته د ماین ګواښونو په اړه عامه پوهاوی ورکړي.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا له دې مخکې ویلي و چې هره میاشت ۱۱۰ افغانان چې ډېری یې ماشومان دي، له جګړې څخه د پاتې ماینونو او چاودېدونکو توکو د چاودنو قرباني کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام