Asset 1SWN

سلام وطندار

خوست کې د پاکستان پرضد لاریون؛ «کرایه شوی پوځ ظالمانه بریدونه کوي»

4be9aaa4-82c2-4b14-a5b0-80395f253c4a

د خوست سلګونه اوسېدونکو نن شنبه، جدي اتمه له ډیورنډ فرضې کرښې هاخوا د اسلامي امارت د غچ‌اخیستونکي برید په ملاتړ او د پکتیکا په برمل ولسوالي د پاکستان د هوايي بریدونو پر ضد لاریون وکړ.

لاریون‌‌کوونکي چې د خوست مرکزي سرګردان چوک کې راټول شوي وو، وايي، په برمل ولسوالي د پاکستان بريدونه په افغان خاوره ښکاره تيری دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ياد لاريون يو تنظيم کوونکي راشيدالله همدرد وويل، پاکستان په ظالمانه توګه برمل ولسوالي کې ملکي خلک بمبار کړي.

هغه وويل: «دا چې څو ورځې وړاندې پاکستاني فوځ په پکتيکا بمبار وکړ چې ملکي خلک او ماشومان پکې شهيدان شوي و نو موږ هم ولس يو غيرت او ننګ لرو نو د خپلې خاورې د دفاع او د خپلو مظلومو خلکو سره د خواخوږي په پار راوتلي يو نو موږ غواړو نړۍ ته وښيو چې دا کرايه شوی فوځ ظالمانه او احمقانه بريدونه کوي او د نړيوالو قوانينو سره هيڅ سره نه خوري بيګاه شپه زموږ امنيتي ځواکونو د دوی ځواب ورکړی چې بايد د امینتي ځواکونو ملاتړ وکړو.»

د ياد لاريون يوشمېر نورو ګډونوالو بيا وويل، نړيواله ټولنه او بنسټونه دې په پکتيکا ولايت د پاکستان بريد په تړاو چوپ نه پاتې کيږي.

‌یوه بل اعتراض‌کوونکي میوند وویل:«کوم جبر او ظلم چې په افغان ولس باندې کيږي دغه ظلم او جبر نه ملګري ملتونه ارزوي او نه يې نړيواله ټولنه غندي. زموږ له ملګروملتونو او نړيوالې ټولنې هيله داده چې دغه ظلم او جبر وغندي او له ولس مو هيله دا ده چې له دې غريب حکومت سره اوږه په اوږه ودريږي.»

همداراز نقیب‌الله چې د پاکستان پر ضد دې لاریون کې ګډون کړی، سلام‌وطندار ته وویل: «څو ورځې وړاندې د پاکستان د جابر رياست لخوا زموږ په ماشومانو او خويندو باندې بمبار شوی و په ټوله کې خوستي ولسونه راپورته شوي او په نړيوالو يې غږ وکړ چې په پاکستان اقتصادي او ټولنيز بنديزونه ولګوي ترڅو د دا ډول پېښو مخه ونيول شي.»

خوست کې د پاکستان ضد لاريون داسې مهال ترسره کيږي چې افغان ځواکونو تېره شپه د خوست عليشرو او د پکتيا ډنډپټان ولسوالۍ کې پر ډيورند فرضي کرښه پاکستاني لوري سره نښته کړې.

د اسلامي امارت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي هم یوه پیغام کې ویلي، افغان ځواکونو د هېواد سویل ختيځ کې د ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا، څو نکتو کې د هغو عناصرو او د دوی د ملاتړ کوونکو پر پټنځايونو او مرکزونو انتقامي بریدونه کړي چې افغانستان کې یې بریدونه تنظیمول.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ورته وخت کې يوې حکومتي سرچينې سلام‌وطندار ته وويل چې د ډنډپټان ولسوالي «شپولې» سيمه کې د پاکستان بريدونو له امله ۵ ملکي خلکو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام