Asset 1SWN

هلمند کې د اوبو مدیریت لپاره د ١٦ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلې کېږي

هلمند

 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي چې هلمند کې د اوبو مدیریت او تنظیم لپاره د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلې کوي.

دغه څرګندونې هلمند ته د کرنې وزارت د تللي پلاوي غړي او د یاد وزارت د اصلاح او زهکشۍ رییس شېرمحمد حاتمي د خپل سفر پرمهال کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

شېرمحمد حاتمي همداراز ویلي چې د یادو پروژو لګښت به د کرنې وزارت له پراختیايي بودیجې ورکړل شي.

نوموړي وویل: «د عمومي او فرعي زابرانو د پاکولو، د ځمکو هموارولو او د وچو ځمکو تر اوبو لاندې کولو برخه کې د دې ولایت په ٧ ولسوالیو کي ساحې سروې کړو چې له مخې به یې، مستحقې سیمې په نښه کړل شي، تر ډیزاین وروسته به یې، په همدې کال کي د تطبیق چاري پیل او پای ته ورسول شي.»

د هلمند کرنې رییس نیازمحمد وهاج وویل: «یاد پلاوي ته په هغو ولسوالیو کې چې د ولایت مقام له‌خوا ورته په نښه شوي او دغه ډول انکشافي پروژو ته اړتیا لري، د سروې ترسره کولو هر ډول سهولت برابرو، څو دغه پروژې په موثره توګه پلې او ګټه یې زیاتو خلګو ته ورسیږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې هم هلمند کې د اوبو مدیریت او زېرمې لپاره یو‌شمېر چکډېمونه جوړ شوي او ترڅنګ یې، ځینې نورې پروژې هم پلې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام