Asset 1SWN

رییس‌الوزرا د چین بهرنیو چارو وزیر سره کابل کې لیدلي

GyykNS1XUAAEdVf

د سرپرست حکومت رییس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او مل پلاوي سره نن چهارشنبه، زمري ۲۹مه، په ګل‌خانې ماڼۍ کې لیدلي دي.

محمدحسن اخند په دې لیدنه کې ویلي، چین او افغانستان دوه ښه او اوږدمهالي ملګري دي او په وینا یې، په نړیوالو غونډو کې د افغانستان په اړه د چین د مثبت دریځ، ملاتړ او د همکاریو ستانه کوو.

هغه ویلي: «چین یوازې له افغانستان نه، بلکې د نړۍ له نورو هیوادونو سره هم په پرمختګ کې همکار پاتې شوی او تل یې مثبت رول لوبولی دی. له چین څخه مو غوښتنه داده چې پر نړیوال سټېج د افغانستان د برحقه دریځ د ملاتړ په موخه خپلې هڅې او همکارۍ دوامداره وساتي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌ يي هم دې لیدنه کې ویلي چې دغه هېواد افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي برخو کې همکاریو ته چمتو دی او د پرمختګ په برخه کې د افغانانو ملاتړ کوي.

دې لیدنه کې په یو لړ نورو موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام