د کابل ښاروالي مسوولان وايي چې د غږیزې ککړې مخنیوي لپاره یې پلازمېنه کابل ښار کې د لاوډسپیکرونو پر استفادې بندیز لګولی دی.
کابل ښاروالي پرون یکشنبه د چنګاښ ۱۷مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې کابل ښار کې باید له دې وروسته د ایسکریم، ترکاري او د لاسي توکو پلورونکي د خپلو توکو پلور لپاره له لاوډسپیکرونو استفاده ونه کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کابل ښاروالي لیکلي: «کابل ښاروالي د بېلابېلو اصنافو لکه ایسکریم، معدني اوبو، ترکاري، د لاسي توکو پلورونکو او ټولو اصنافو ته خبر ورکوي چې د لاوډسپيیکرونو له استفادې ډډه وکړي، د سرغړونې صورت کې به د دوی لاوډسپيیکرونه ترې ټول شي.»
د کابل ښاروالي ویاند نعمتالله بارکزی هم سلاموطندار ته وايي چې کابل ښاروالي خپله پرېکړه کې جدي دی. هغه وویل: «ښاروالي دي پرېکړه کې جدي دی، کار روان دی. هر څوک چې خلکو ته مزاحمت کوي، کابل ښاروالي به ورسره قانوني چلن وکړي.»
په ورته مهال د کابل اوسېدونکي هم له غږیزې ککړتیا شکایت کوي او له حکومت غواړي چې دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.
د کابل اوسېدونکی نوراغا سلاموطندار ته وايي چې له غږیزې ککړتیا پوزې ته راغلې دي. هغه وویل: «لاوډسپیکرونه خلک په اذیت کوي. ده افغانانو او سرای شمالي کې دا لاوډسپیکرونه ډېر بد لګېږي، په ځانګړې توګه پر ناروغانو. کله زرنج راځي، کله ترکاري او د معدني اوبو واله راځي.»
دوی همداراز له حکومت غواړي، هغه کسان چې د خپلو توکو پلور لپاره له لاوډسپیکرونو استفاده کوي، ځانګړی ځای ورته وټاکي.
بلخوا یوشمېر هغه کسان د خپلو توکو پلور لپاره له لاوډسپیکرونو استفاده کوي، وايي چې د اړتیا له مخې له لاوډسپیکرونو استفاده کوي او حکومت باید ورته بدیله لاره ولټوي.
کابل کې یوه ترکاري پلورونکي دیدار سلاموطندار ته وویل: «چې لاوډسپیکر نه وي، نه کېږي، کوڅې ته چې ننوځې، څوک نه خبرېږي چې تا څه راوړي، لاوډسپیکر چې وي، خلک خبرېږي.»
کابل ښاروالي همداراز ویلي چې پلازمېنه کې د غږیزې ککړتیا مخنیوي لپاره له یوشمېر تولیدي شرکتونو سره غږېدلې، څو د لاوډسپیکرونو ته بدیله لاره ورته پیدا کړي.