افغانستان کې د تېرو نږدې درېوو کلونو پرمهال د ښځو پر زدهکړو او کار محدودیتونه لامل شوي چې دوی ټولنې ته د ورګرځېدو او ځانبسیاینې لپاره په نورو برخو کې کار کولو ته مخه کړي.
په دې راپور کې له ۲۳ هغو مېرمنو سره مرکې شوي چې د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره یې په صنعت او سوداګرۍ، خیاطي، کرنه، مالداري، ښځو ته د کارموندنې او نورو برخو کې کار کولو ته مخه کړې. دغه مېرمنې په پنځو ولایتونو کې فعالیت لري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له یادو مېرمنو اووه یې په کندوز، شپږ یې په بدخشان، څلور یې جوزجان، پنځه یې فراه او یوه مېرمن هم په تخار کې فعالیت کوي.
د دې مېرمنو له ډلې یې، لس هغه د صنعت او سوداګرۍ، څلور یې د لیلامي جامو خرڅلاو، درې یې د خیاطي کارخونې، دوه یې د ښځو لپاره د ځانګړي بازار، یوه یې د کیک تولید، یوه د کرنې، یوه د مالدارۍ او یوه هم د اچارو «ترشي» تولید او خرڅلاو برخه کې بوختیاوې لري.
بدخشان کې د خبریالۍ د درېیم کال زدهکړیاله شهره تمنا چې د ښځو لپاره ځانګړی بازار جوړ کړی، وايي، دې بازار کې شپږ هټۍ دي چې ډېری هټۍوالې یې هغه نجونې دي چې له زدهکړو پاتې شوې دي.
د نوموړي په وینا، دغه بازار د دې لپاره جوړ کړی، څو هغو نجونو ته انګېزه او هیله ورکړي چې له زدهکړو راګرځول شوې دي. «موږ دا بازار جوړ کړی، پنځوسو ښځو ته د پهکې د کار کولو زمینه برابره شوې. دلته دې راشي او خرڅلاو دې ورکړي او عاید دې ترلاسه کړي.»
بلخوا هغه مېرمنې چې له کار راګرځول شوي او دندې یې له لاسه ورکړي، هڅه کړې، څو ځان او نورو مېرمنو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.
۳۵کنه شفیقه چې فراه کې یې یوه خصوصي ښوونځي کې د ښوونکې په توګه دنده لرله، وايي، وروسته له هغې چې یې خپله دنده له لاسه ورکړه، د خیاطي کارخونې په جوړولو سره یې ځان او لسګونو مېرمنو او نجونو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.
هغې وویل: «وروسته له هغې چې ښوونځی او پوهنتون وتړل شو، ښځو ته د کارکولو ځای پاتې نهشو؛ د عاید یوه سرچینه هم همدا کاروبار و، ومې لیده چې ښه بازار لري، ومې کولای شوای چې ډېرې مېرمنې جذب کړم، ډېری زدهکوونکې ماسره کار کوي.»
جوزجان کې د خیاطي کارخونې مسووله مقدس سادات چې ۳۰ نجونو ته یې د خیاطي زدهکړې زمینه برابره کړي، وايي، له ستونزو د وتلو لپاره یې دغه کارخونه جوړه کړې او ټولې کارکوونکې یې زدهکوونکې دي.
هغې وویل: «درې میاشتې کېږي چې د دې خیاطي کارخونې او لاسي صنایعو شرکت جواز مو اخیستلی، ومې غوښتل چې د نجونو زدهکړو او لوړو زدهکړو لپاره بدیل پیدا کړم او له هغو روحي او جسمي ستونزو یې وژغورو چې ورسره مخ دي.»
د جوزجان اوسېدونکې مهرالنسا حیدري چې دې کارخونه کې «یخندوزي» زدهکوي، د بلخ پوهنتون د معالجوي طب د پنځم کال زدهکړیاله وه چې له لوړو زدهکړو د نجونو له راګرځولو سره وزګاره شوې وه، خو اوس دې کارخونه کې د یخندوزۍ پر زدهکړې بوخته ده.
مهرالنسا وویل: «زه د پوهنتون بشپړېدو ته نږدې شوې وم چې پوهنتونونو یې وتړل، ډېر روحي فشار مې درلود، بیا کورنۍ ته وویل چې باید بل کار وکړم، خور مې هم یخندوزي کوله، له هغې سره مې کار پیل کړ.»
د تخار اوسېدونکې نورجان مهتاب چې د کیک تولید کوچنۍ کارخونه یې جوړه کړې، وايي، د نجونو پر زدهکړو له محدودیت وروسته یې دغه کارخونه جوړه کړې چې ښه ګټهوټه هم ترې ترلاسه کوي.
هغې وویل: «لومړی سفارش مې له یوه ګاونډي ترلاسه کړ او دا بهیر په څو ورځو کې پراخ شو، اوس تالقان کې څو هټۍ لرم او کندوز او بدخشان کې هم خلکو ته کېکونه پخوم او ورلېږم یې.»
د کندوز اوسېدونکې سلیمه چې له درېوو نورو مېرمنو سره پر کرنه بوخته ده، وايي، له دې لارې ښه ګټهوټه ترلاسه کوي. «د کرنې برخه ماسره مرسته وشوه او وروسته مې درې نورې مېرمنې هم له ځان سره کړې او ځمکه مو واخیستله، ترکاري، ګلان او ځینې نور کرنیز محصولات مو پهکې وکرل، موږ او ګاونډي ترې له محصولاتو استفاده کوو.»
د ښځو حقونو فعالانې هم د ښځو له دې کار هرکلی کوي او له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو د مرستو غوښتنه کوي.
جوزجان کې د ښځو حقونو فعاله رویدا صدیقي وايي: «جوزجان چې نجونې له ښوونځیو پاتې، ډېرو یې خیاطي ته مخه کړې او دا د دوی مجبوریت ښيي. اوسني حکومت ورته بله چاره نهده پرېښې، د زدهکړو دروازې یې هم ورتړلي. زدهکړې د هر نر او ښځې حق دی او دا ناعادلانه دی.»
د فراه د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د خوړو او غیرخوراکي محصولاتو د تولید ۲۵کارخونې ثبت دي. د دې کارخونې مدیرې مرضیه نورزۍ وویل: «د پروسس او تولید ۲۵کارخونې زموږ ادارې سره ثبت دي چې د مربا، اچار تولید او نورو برخو کې فعالیت کوي.»
د بدخشان د سوداګرۍ او صنعت ریاست هم وايي، ۱۸مېرمنې چې کاري جوازونه لري په رسمي او نږدې ۱۰۰مېرمنې په غیررسمي توګه د صنعت او سوداګرۍ برخو کې فعالیت کوي.
د بدخشان د سوداګرۍ او صنایعو ریاست د تشبثاتو او له مستهلیکینو د ملاتړ عمومي مدیر ثمرالدین رحماني وايي، ښځې په اسلامي چوکاټ کې کولای شي، د صنعت او سوداګرۍ برخو کې کار وکړي.
هغه وویل: «اوس له ۱۷ تر ۱۸ ښځې په رسمي او څه باندې ۱۰۰مېرمنې په غیررسمي توګه کار کوي چې ډېری یې دغه ولایت کې د بهرنیو موسسو لهخوا حمایه کېږي او ملاتړ یې کوي.»
په تېرو درېوو کلونو کې د ښځو او نجونو پر کار او زدهکړو د محدودیتونو له امله د هېواد په ولایتونو کې ډېری ښځې، د عاید ترلاسه کولو لپاره کوچنیو کاروبارونو ته مخه کړې چې له ډلې یې، د لاسي صنایعو، کرنې او نورو برخو کې فعالیت لري.