د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د فوټسال ملي لوبډله به نن سهشنبه، مرغومې ۳۰مه، د یوې دوستانه سیالي په ترڅ کې د ویتنام فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې میدان ته ښکته شي.
یاد فدراسیون پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې دا دوستانه لوبه به نن ماسپښین ۱۲:۳۰ بجې پیل شي.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له دې وړاندې په لومړۍ دوستانه لوبه کې ویتنام ته د ۵ – ۳ په پایلې سره ماته ورکړه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا دوستانه سیالي د اسیا فوټسال جام ته د چمتووالي په موخه کېږي چې ټاکل شوې د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۷مه په اندونیزیا کې پیل شي.
افغانستان د یاد جام په ډي ګروپ کې له ایران، سعودي عربستان او مالیزیا سره یوځای دی.
افغانستان به دې ګروپ کې خپله لومړۍ لوبه د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۸مه د سعودي عربستان پر وړاندې وکړي.