Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند کې د چرګوړو تولید؛ ۲۵ زره چرګوړي ‌فار‌م‌لرونکو ته وېشل شوي

هلمند کې د چرګوړو تولید

هلمند کې د کرنې ریاست په همکارۍ د خصوصي سکتور له لوري د چرګوړو د تولید یوې فابریکې تازه فعالیت پیل کړی چې په میاشت کې د ۲۵۰ زره چرګوړو د تولید ظرفیت لري.

ځايي مسوولان وايي، د مرکز لښکرګاه ښار «بولان» سیمې د مالدارۍ فارم کې د چرګوړو د تولید فابریکې د دې ولایت د مالدارۍ په سکتور کې نوې هیلې را ژوندۍ کړي.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمد قاسم ریاض سلام‌وطندار ته وویل، د یادې فابریکې له لوري ۲۵ زره چرګوړي د هلمند فارم‌لرونکو ته وېشل شوي او نږدې راتلونکې کې به نور چرګوړي هم ووېشل شي، څو له بهرنیو هېوادونو څخه اړونده برخه کې د وارداتو مخه ونیول او کورنی تولید پیاوړی شي.

«د یادې فابریکې له لوري ۲۵ زره چرګوړي د هلمند فارم‌لرونکو ته وېشل شوي، څو هغوی یې وروزي او وروسته یې بازار ته وړاندې کړي، د چاره د غوښنو چرګانو برخه کې د ځان بسیاینې لپاره پراخ فرصت جوړوي، د هلمند ولایتي اداره له خصوصي سکتور سره هر ډول همکارۍ ته ژمنتیا لري.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اخوا، د چرګانو فارم‌لرونکو عبدالغفور او حاجي عبدالمعین چې د دغو چرګوړو له ترلاسه کوونکو څخه دي، له دې اقدامه خوښي څرګندوي او وې ویل:

«پخوا به موږ له نورو ولایتونو او ان له بهر څخه چرګوړي راوړل چې هم ګران او هم یې ډېر مرګ کوئ، خو اوس کورنی تولید شته او دا زموږ لپاره ستره اسانتیا ده.»

«د دې چرګوړو تولید زموږ هلمندوالو لپاره یو ښه زیری دی، موږ نور اړ نه یوو چې له پاکستان او نورو هېوادونو څخه چرګوړي وارد کړو .»

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د خصوصي سکتور په همکارۍ د چرګوړو د تولید فابریکې فعالېدو د دې ولایت د مالدارۍ په سکتور کې نوې هیلې را ژوندۍ کړي.

هلمند کې د چرګوړو تولید څخه د فارم‌لرونکو رضایت او د تولید لوړ ظرفیت ښيي چې دغه لاسته راوړنه کولی شي نږدې راتلونکې کې هلمند د چرګانو د تولید له مهمو مرکزونو څخه وګرځوي او د کورني تولید پر بنسټ اقتصادي ځان‌بسیاینې ته لاره هواره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام