Asset 1SWN

کندهار کې سلو بې‌وزله کورنیو ته د چرګانو فارمونه جوړ شوي

کندهار ۱

د کندهار د سرې میاشتې ټولنې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې سلو بې‌وزله کورنیو ته د چرګانو کوچني فارمونه جوړي کړي دي.

د چرګانو دغه فارمونه د کندهار په ارغنداب او ډڼډ ولسوالیو کې د سرې میاشتې ټولنې ریاست تر چتر لاندې د مرستون امریت د فډرېشن پروګرام په مالي همکاري جوړ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد امریت امر رازمحمد ريان ویلي چې هرې کورنۍ باندې ۲۲ چرګې او چرګان وېشل شوي دي. د نوموړي په وینا، هرې کورنۍ ته د چرګانو ۱۰۰ کیلوګرامه دانه هم ورکړل شوې ده.

هغه وویل: «دا مرغ‌داري د سلو فاميلو لپاره کېږي. پروسه يې شروع شوې او د فاميل پر سر شل دانې چرګاني او دوه دانې چرګان ورکړل شول. دا هغه کورنۍ دي چي ښځي په‌کې کونډې او یاهم ډېرې بې‌وزله دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هغه کورنۍ چې د چرګانو کورني فارمونه ورته جوړ شوي، وايي چې دغه فارمونه به يې د کورنۍ پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام