د میدانوردګ د پوهنې ریاست مسوولان وایي، د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې خلکو یوې عالي لېسې ته د معیاري ودانۍ، انګړ او زرغونې ساحې جوړېدو په موخه څه باندې ۱۲ جریب ځمکه ځانګړې کړې.
د میدانوردګ د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت سلاموطندار ته وویل، د یاد ولایت د چک ولسوالۍ په «ابګذار» سیمه کې د «مانجرخېل او بوستانخېل» کلیو اوسېدونکو د «ابګذار عالي لېسې» په نوم ښوونځي ته څه باندې ۱۲ جریب ځمکه وقف کړې.
نوموړي همدارنګه د یادو دوو کلیو د خلکو له همکارۍ مننه کړې او دغه اقدام یې د راتلونکو نسلونو د ښې روزنې لپاره ګټور ګام بللی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د حریت معلوماتو له مخې، یاد ښوونځی له دې مخکې د معیاري ودانۍ، انګړ او زرغونې ساحې لپاره د اړینې ځمکې له نشتوالي سره مخ و چې د ښوونکو، دیني علماوو او سپینږیرو په هڅو دغه ځمکه ښوونځي ته ځانګړې شوه.
د یادونې ده چې له دې مخکې هم د میدانوردګ په بېلابېلو سیمو کې خلکو د پوهنې ریاست اړوند ښوونیزو مرکزونو ته وړیا ځمکې وقف کړې دي.