Asset 1SWN

د کندهار تخته‌پُل ولسوالي کې خلک د اوبو کمښت له امله نورو سیمو ته کډه شوي

32f56fbe-39f4-43a2-8328-bb6460eb2224

د کندهار سویل ختیځ ته د تخته‌پُل ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د یادې ولسوالي ډېری اوسېدونکي د اوبو کمښت له کبله نورو سیمو ته کوچېدلې دي.

د یادې ولسوالي د «بیان‌زو» سیمې یوشمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، د دغه کلي تر ۶۰سلنه زیات خلک د اوبو کمښت او نشتون له امله نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی له سرپرست حکومت د کرنې او بېلابېلو برخو کې د پرمختیايي پروژو د پلي‌کېدو غوښتنه کوي. د تخته‌پُل ولسوالي د «بیان‌زو» سیمې اوسېدونکو ملا عبدالله وویل: «زراعت ډېر کمزوری دی، اوبه نشته، ان له نورو سیموي په ټانکیو کې اوبه راوړو او خپلو کورونو وچو څاګانو ته يې اچوو، بیا یې اوداسه او نورو اړتیا لپاره کار ترې اخلو. اوبه اوسه هم مخ پرکښته رواني دي.»

د یادې سیمې یوه بل اوسېدونکي روغان هم وویل: «پخوا پدې څاګانو کې اوبه وې کلونه اباد وه اوس زموږ دکورنو څاګان ټول وچ دي اوبه نشته د دې ځای لږ خلک پاته دي ډیری تللي، خو اوس چي دا چیکډیم جوړیږي، امید شته کورني بیا راشي.»

د څښاک او کرنې لپاره د اوبو نه‌شتون څخه د کندهار‌ د تخته‌پُل ولسوالي د «بیان‌زو» سیمې اوسېدونکو شکایتونه داسې مهال دی چې تازه د ملګروملتونو پراختیايي ادارې UNDP یاده سیمه کې د شاخوا ۵۰۰زره ډالرو په ارزښت د یوه چیکډېم رغولو چارې پیل کړي.

د کندهار د تخته‌پُل ولسوالي د «بیان‌زو» سیمې اوسېدونکي د اوبو د یاد چیکډيم جوړېدو ته خوښ دي او زیاتوي چې په دې سره به شاړې ځمکې ابادې او ګڼې کډه شوې کورنۍ به بېرته خپلو مېنو ته راوګرځي.

د کندهار مسوولان وايي، د اوبو دغه چیکډېم څه باندې ۲۰۰ متره اوږدوالی او ۱۵ متره لوړوالی لري چې د یو میلیون مترمکعبه اوبو زېرمه کولو ظرفیت لري.

د دوی په وینا، یاد چیکډیم به د تخته‌پُل ترڅنګ، د ارغسان ولسوالي ځینې برخې هم خړوبې کړي. د کندهار د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني وویل: «دا زموږ لومړنی او او وروستی چیک‌ډیم نه‌دی، موږ په پلان کې لرو چې کندهار دې ورته نور چیکډیمونه هم جوړ کړو. مالي تمویل به يې د اسلامي امارت د خپل بودیجې ترڅنګ د ځینو موسساتو له‌خوا هم کېږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کرنې وزارت مسوولان ډاډ ورکوي چې د هېواد ټولو ولسوالیو کې د اوبو مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحې لوړولو لپاره یې د ورته نورو چیکډیمونو جوړولو هڅې پیل کړي دي .

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام