د غزني ولایتي روغتون کې یوشمېر ناروغلرونکي د انتظارخونو او نورو اسانتیاوو د نشتون له امله شکایت کوي.
دغه ناروغلرونکي سلاموطندار ته وايي چې ولایتي روغتون کې د ناروغانو او ناروغلرونکو ګڼه ګوڼه ډېره ده او په وینا یې، د ناروغانو لپاره کافي بستر او پایوازانو ته یې د ناستې ځای نهلري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
امید چې خپل ناروغ یې دغه روغتون ته راوړی، وايي، یاد روغتون کې د ځای نشتون له امله ناروغلرونکي له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
هغه وویل: «زه د شپې یوه بجه راغلی یم او اوس د ورځې درې بجې دي. د ناستې ځای نهلري، څوکۍ نشته، له ناروغ سره یو کس پرېږدي او نورو ته اجازه نشته. ځای کم دی. غوښتنه مو همدا ده چې د موټرو پارکېنګ لوی کړي، څوکۍ کېږدي، دا سیمه ټوله ناپاکه ده.»
یاد روغتون ته ورغلي یوشمېر نور ناروغلرونکي هم شکایت کوي چې ناروغانو ته یې سمه رسېدنه نه کېږي او له مسوولانو غواړي چې د یاد روغتون پاکوالي ته جدي پاملرنه وکړي.
یوه ناروغلرونکي ظفر وویل: «زه سهار وخته راغلی یم او ګڼه ګوڼه ډېره ده، ډاکټران لږ دي، سیمه هم کوچنۍ ده. ناروغان چې دلته راوړي، سمه درملنه یې نهکېږي، ګډوډي ډېره ده.»
د غزني اوسېدونکي بیا د دغه ولایت د ولایتي روغتون د ودانۍ پراخولو او بیارغونې غوښتنه کوي او په وینا یې، یاد روغتون د غزني د اوسني نفوس روغتیايي اړتیاوې نشي پوره کولی.
د غزني اوسېدونکي زهرا سلاموطندار ته وویل: «د مراجعهکوونکو شمېر خورا زیات دی. ناروغانو ته رسېدنه نهکېږي، امکانات هم نشته، ډاکټران کم دي، له مسوولانو غواړو چې د روغتون ودانۍ بیاورغوي او پراخه یې کړي. ناروغانو ته دې اسانتیاوې رامنځته کړي.»
د غزني د ولایتي روغتون رییس نورالله حبیبي یاد روغتون کې د خلکو ګڼهګوڼه تاییدوي او وايي، د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او پر دولتي روغتونونو کې د خلکو باور لامل شوی چې د مراجعهکوونکو شمېر زیات شي.
هغه وویل: «ولایتي روغتون ته د مراجعه کوونکو شمېر زیات شوی چې بېلابېل دلایل لري. یو دا چې خلکو ته ښه خدمات وړاندې کېږي او بل د خلکو باور زیات شوی. له خلکو مو غوښتنه دا ده چې موږ سره همکاري وکړي، ځکه د ناروغانو زیاتوالي سره مکروب نور هم زیاتېږي.»
د غزني د عامه روغتیا رییس رسولخان نظري سلاموطندار ته وايي چې د غزني ولایتي روغتون ۸۰کاله وړاندې جوړه شوې او اوس وخت کې د خلکو اړتیاوې نشي پوره کولای.
هغه وویل: «نفوس ورځ تر بلې زیاتېږي او ولایتي روغتون کافي ودانۍ نهلري. ودانۍ یې زړه او پخوانۍ ده او ۸۰کاله مخکې جوړه شوې چې اوسني نفوس ته بسنه نه کوي. د ځای کمښت له امله ګڼه ګوڼه ډېره ښکاري. مراجعه کوونکي ډېر زیات دي او انشالله چې ښه خدمات به ورته وړاندې شي.»
همداراز لرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو کمښت هم لامل شوی چې خلک د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته مراجعه وکړي او ګڼه ګوڼه ډېره شي.
حکمت چې د غزني له ناوې ولسوالي څخه ولایتي روغتون ته خپل ناروغ راوستی، وايي، سیمه کې یې د روغتیايي مرکزونو نشتون له امله اړ کېږي چې خپل ناروغان ولایتي روغتون ته راوړي. «ولسوالیو کې د ناروغانو شمېر زیات دی او یوازې یو روغتیايي مرکز دی چې باید سهار تر ماښامه نوبت کې ورته ودرېږې د همدې لپاره عاجل ناروغ دلته راولو.»
هغه له عامې روغتیا وزارت څخه غواړي چې د یاد ولایت ولسوالیو کې دې معیاري روغتیايي مرکزونه او روغتونونه جوړ کړي، څو خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي.
هغه وویل: «کله چې باران کېږي، لارې بندې وي او ناروغان لهمنځه ځي، ځکه ډاکټران نشته، درمل بېکیفیته دي او د همدې لپاره باید امکانات باید ښه شي.»
د غزني د عامې روغتیا رییس رسولخان نظري همداراز وايي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال دغه لایت کې ۵۴ روغتیايي مرکزونه نوي جوړ شوي او هڅې روانې دي چې روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسي ته زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې د غزني د ۱۸ ولسوالیو سربېره د یاد ولایت څنګ لوري ولایتونو ولسوالیو څخه هم ځینې خلک دغه روغتون ته مراجعه کوي.